نړۍ

د پاکستان تحريک لبیک ګوند مشر مولانا خادم حسين رضوي وفات شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان تحريک لبيک ګوند مشر د صوفي فکر لرونکی مولانا خادم حسین رضوي د ۵۵ کالو په عمر د پنجاب پلازمېنې لاهور ښار کې وفات شوی دی.

د تحريک لبیک ګوند وياند قاري محمد زبیر ويلي، چې مولانا خادم له تېرو ورځو ناروغه و، خو تر اوسه يې د مړينې لامل نه دی معلوم.

د لاهور شيخ زيد روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي، چې مولانا خادم رضوي تېره شپه اته بجې روغتون ته په داسې حال کې راوړل شوی و، چې ساه يې ورکړې وه او تر دې وړاندې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې نه و.

مولانا خادم رضوي، د پاکستان اوقافو اړوند د لاهور په يوه جومات کې خطيب و، خو څو کاله وړاندې، چې د پاکستان حکومت د پنجاب ایالت د والي سلمان تاثیر وژونکی ممتاز قادري اعدام کړ، مولانا رضوي د هغه په ملاتړ ښکاره ويناوې وکړې، چې له امله يې نوموړی له خپلې دندې ګوښه شو، تر هغه وروسته يې تحريک لبیک ګوند جوړ کړ او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان کې د توهين هڅې پر وړاندې يې په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې پراخې احتجاجي ناستې کړې وې، چې وروسته د پوځي چارواکو په منځګړيتوب پای ته رسېدلې وې.

څو ورځې وړاندې هم مولانا رضوي له خپلو سلګونو پلويانو سره د اسلام او راولپنډۍ ترمنځ فیض اباد سيمه کې يو ځل بيا احتجاجي ناسته پيل کړې وه او غوښته يې کوله، چې د فرانسې سفير دې له پاکستانه وشړل شي، خو له څو ساعته احتجاج وروسته د حکومت او تحريک لبیک ترمنځ تړون وشو او احتجاجي ناسته پای ته ورسېده.

د دغې احتجاجي ناستې د پای ته رسولو په اړه مولانا رضوي ويلي و، چې د پوځ په غوښتنه يې دا ناسته پای ته ورسوله او حکومت ورسره ژمنه کړې، چې د فرانسې سفیر به له پاکستانه شړي، خو له دغې ژمنې يوازې څلور ورځې وروسته مولانا رضوي وفات شو.

مولانا خادم رضوي، څو کاله وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې وې، له تېرو څو کلونو راهيسې د معذورانو په سايکل کې ګرځېده، خو ځان يې د «پيغمبر عليه اسلام څوکېدار» باله او ويل يې، چې هر ځای به د هغه صلی الله عليه وسلم د شان مرسته کوي.

نوموړی د مولانا احمد رضا خان بريلوي د فکر لاروی و، د بیان انداز يې ډېر توند و په لږ وخت کې يې د پنجاب سربېره په ټول پاکستان کې لکونو پلويان پيدا کړي وو.

د پاکستان لومړي وزير عمران او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د مولانا رضوي په مړينه خپله غمرازي ښودلې او د هغه وفات يې د پاکستان لپاره ستره ضايعه بللې ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د امريکې د پوځ مرکزي قوماندانۍ هم د هغه د مړيني له امله د هغه کورنۍ ته د تعزيت پيغام لېږلی دی. د بريلوي مکتب فکر لاروی هم وو، الله سبحانه دي وبخښي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx