نظــر

عدم تشدد

حفيظ الدين پيرزاده

زہ دا نه وایم موږ‎ پر حقه یو، دا ھم نه وایم پر ناحقه یو!
خو موږ‎ من حیث القوم ھمداسې یو، له پیدا کیدو سرہ مو ملا په غوږ‎ونو کې اذان او مشران د ټوپک ډزې کوې.
زموږ‎ په شخصیت کې دوہ ارزښتونه د پیدا کیدو له ورځې اغږ‎ل کیږ‎ي؛ دین او پښتونولي!
ھمدا لامل دی چې په عرب، پنجابي، کردي او نورو قومونو کې عیسوی، ھندو او د نورو ادیانو پیروان شته خو پښتون باید حتما مسلمان وي!
د پیښور پوھنتون د پښتو اکاډمۍ باني او موسس، ستر عالم ارواښاد مولانا عبد القادر رحمه الله خو د پښتونولی سرہ د اسلام شرط لازم بولي او وایي: پښتون به تر ھغې پښتون وي، تر څو مسلمان وي.
مانا دا چې که پښتون خپل دین پریښود، بیا نور پښتون ھم نه پاته کیږ‎ي!
پښتونولي او له خپل دین سرہ مینه د پښتنو په لاشعور کې ھمداسې د ھغوی له جسمي او فکري ودې سرہ یو ځای او موازي ودہ کوي.
ښایي ھمدا د فطرت غوښتنه وي؛ پښتانه وایي: چې څرنگ غر، ھسې کربوړ‎ی.
د کربوړ‎ي جسم د خپل چاپیریال له طبیعي مسلطو شرایطو سرہ ھماغسې عیار وي، که داسې نه وي نو کربوړ‎ی ژوندی نه پاته کیږ‎ي!
د پښتنو ټاټوبی د نړ‎ۍ پر یوې مھمې څلور لارې پروت دی، چې تل د نړ‎ۍ د حریصو زبرځواکونو د حرص لاسونه ورته را اوږ‎دہ شوي!

که فطرت پر دې څلور لارې د آبادو ولسونو په خټه کې ھمدا دوہ ارزښتونه نه و اغږ‎لي نو اوس به یې پر تندي لکه د برِ صغیر د نورو قومونو، د انگریز د دوہ نیم سوہ کلنې غلامۍ تور داغ له ورایه ښکاریدہ او یا به یې لکه د مرکزي اسیا د مسلمانو ریاستونو د اوسیدونکیو په څیر ویل: پدرکلانھای ما ھم مسلمان بود!
پښتانه به مترقي، متمدن، کمونست، سیکولر او نور ھر څه ول؛ خو پښتانه او متدین به نه ول.

عدم تشدد

په پښتنو کې د عدم تشدد د فلسفې باني ښایي ستر ملي مشر مرحوم باچا خان وي. د ډیرو پر باور ھغه دا فلسفه د عدم تشدد د سر لاري مھاتما گاندي څخه کاپي کړ‎ې، ځکه خو یې سرحدي گاندي بولي!
ښایي ھغه مھال به د ھمداسې مبارزې اړ‎تیا وہ.
د باچا خان قوم په داخلي او خارجي جگړ‎و کې گیر او د سیواد کچه یې ډیرہ ټیټه وہ.
د متحد ھندوستان له نورو ولسونو سرہ سیالۍ، او د حقوقو د مساوي ویش غوښتنه او اخیستنه یواځې د ملیتونو د ټولنیزو ھڅو له لیارې ممکن و.
او ټولنیزې ھڅې د اجتماعي شعور د بیداریدو له لیارې امکان درلود چې دې ھر څه بیا یو باسیوادہ قوم غوښته!
د تعلیم او تعلم لپارہ سولئیز چاپیریال په کار وي نو ځکه باچا خان د تعلیم عامولو ته مټې را بډ وھلې او د سوله ایز چاپیریال لپارہ یې د عدم تشدد لار ونیوله.
خو لکه څنگه چې پکار وہ، ھغسې پخپله مبارزہ کې بریالی نه و.
دا چې ولې بریالی نه و، د دې ډیر لاملونه دي چې دلته زموږ‎ د بحث موضوع نه دہ.

منظور پښتون

د مرحوم باچا خان او منظور پښتون د مبارزو تر منځ ډیر توپیر نشته.
منظور پښتون ھم ھماغه د عدم تشدد د فلسفې پر مټ خپله د پښتون ژغورنې مبارزہ پر مخ بیایي.
باچا خان مذھبي سړ‎ی و او دیني ارزښتونو ته وفادار و خو پاتې شونې یې د سوسیالزم په خُم کې رنگ شوي قامپرستان یا سیکولران و، منظور پښتین ھم ھمداسې دی.
محسن داوړ‎، علي وزیر او نور یې د سیکولر اند لرونکي دي.
د پښتین مبارزہ د باچا خان ھغې په تناسب ډیرہ بریالۍ دہ او لامل یې دا دی چې پښتین ته د دا رنگ مبارزې میدان څو لسیزې مسلسل باچا خان خړ‎وب کړ‎ی و.
باچا خان خپله مبارزہ له صفر څخه پیل کړ‎ې وہ او منظور پښتین له ھاغه ځایه چرته چې باچا خان رسولې وہ.

د پښتین د مبارزې مثبت اړ‎خونه:

۱- په کوزہ پښتونخوا کې ذھني بیداري.

۲- د پنجاب تور مخ نړ‎ۍ ته بربنډول.

۳- په ملي مسایلو کې د پښتنو په یوہ پلیټ فارم راټولول.

۴- د پاکستان پر پښتنو د بھرام او صمد خان د کورنیو د سیاسي اجارہ دارۍ ختمول.
دا به په کوم منطق سم وي چې غفار خان پسې دې زوی ولي خان او ولي خان پسې اسفندیار خان او د ھغه پسې د ھمدې کورنۍ کوم بل خان د پښتنو سیاسي مشر وي؟! او یا ھم صمد خان ورپسې یې زوی محمود خان او بیا یې کوم لمسی خان؟!
آیا په پښتنو کې بل څوک د زعامت استعداد نه لري؟!

د پښتین د مبارزې منفي اړ‎خونه:

۱- د پښتین د اوسنۍ تگلارې څخه چې د پنجابي آئین په چوکاټ کې پر مخ ځي، د پښتنو د ازادۍ توقع کول یو بې ځایه خوب دی.

۲- پښتانه فطرتاً د عدم تشدد په داسې مبارزې روږ‎دي نه دي نو ښایي تر ډیرہ په پښتین پسې د زندہ باد او مردہ باد جذباتي چیغې بدرگه نه کړ‎ي.

۳- د پاکستان پنجابي فوځ د خپل زوړ‎ رقیب پښتون د وھلو لپارہ د تروریزم سرہ د جگړ‎ې په نوم له امریکا څخه سترہ پروژہ واخیسته.
پنجاب د امریکا په اقتصادي سوټي پښتون په وزیرستان، سوات او نورو سرحدي سیمو کې مړ‎ او پړ‎ کړ‎، کورونه، بازارونه، کروندې او نور ھر څه یې ور تباہ کړ‎ل. د پاکستان په سترو ښارونو لکه کراچۍ، لاھور، حیدر آباد او نورو کې د پښتنو د وژلو، ربړ‎ولو او بندي کولو منظمه لړ‎ۍ روانه وہ.
دې حالت په پښتنو کې د غم، غصې او انزجار حس دومرہ پیاوړ‎ی کړ‎ی و چې د پنجاب د ناکردو په مقابل کې د یوې چیغې یا بیرغ اوچتولو جرئت که ھر چا کړ‎ی و، پښتانه یې تر شا ودریدل.
منافقو قامپرستانو؛ د محمود خان ډله، د چارسدې دوہ سري خانان او نور په دې غمیزہ کې له خپل ولس سرہ و نه دریدل.
که دا مھال پښتانه د پاکستان پخلاف چا په یوہ پلیټ فارم را ټول کړ‎ي وای او ملي قیام یې کړ‎ی وای، ښایي اوس به د پاکستان نخچه بل شانته وہ.
د پښتین د پښتون ژغورنې تحریک د خپل ولس د ازادۍ دا ستر فرصت نه یواځې پر ھسې شعارونو ضایع کړ‎ بلکې د یوہ رښتیني ولسي پاڅون مخه یې ھم ډب کړ‎ہ!
ماته ھمدا د پښتین د خوځښت تر ټولو منفي اړ‎خ ښکاري.

۴- پښتانه په مجموع کې مذھب خوښي خلک دي، لکه څنگه یې چې باچا خان د ھغه د دیني ارزښتونو ته د احترام په پار خپل مشر ومانه، ھمداراز یې په دیني باورونو برابر منظور پښتین ھم ومانه او لکه څرنگ یې چې د باچا خان په کمونستي نظریې سمبال سیکولر پاته شوني مسترد کړ‎ل ھمداراز به علي وزیر، داوړ‎ او د پي ټي ایم نور سیکولر لا مذھبه مشران چې د پنجاب په اخور څریږ‎ي، ھم رد کړ‎ي.

۵- د پښتین د خوځښت مشران تر ډیرہ د پاکستاني خفیه ادارو لخوا توظیف شوي او تحریک ته په یو یا بل نوم ور دننه کړ‎ای شوي تر څو د پښتنو په سیمو کې ھغه خوځښتونه کمزوري کړ‎ي چې د پاکستان د استبلشمنټ سرہ مخالف دي؛ تر څو د دې ولسي تحریک له لارې د پښتنو مجموعي طاقت وویشل شي.
څو ورځې وړ‎اندې د میرانشاہ په جلسه کې د محسن داوړ‎ خبرې د ھغه د خپلې خیټې تولید نه و بلکې دا د پنجاب برنامه وہ چې غواړ‎ې د پښتون ژغورنې ولسي غورځنگ په افغانستان کې د اسلامي نھضتونو سرہ ښکر په ښکر کړ‎ي.
د امارت مشران ھم باید دې سازش ته جدي پاملرنه وکړ‎ي او د ھرې ممکنې وسیلې پر کارولو د پي ټي ایم سرہ له تقابل څخه ډډہ وکړ‎ي!

نتیجه
په پښتنو کې د داسې یوہ غورځنگ بریالیتوب چې تھداب یې د ھغوی د فطرت پر مخالفه نظریه ولاړ‎ وي، تر نیم زیات چلونکي یې د ولس پر دیني ارزښتونو باورمند نه وي او پاته نیم یې د پنجابي استعمار زیرہ خوارہ وي، خیال است و محال است!!
په افغانستان کې د ثور تر کودتا را وروسته، د کوزې پښتونخوا قامپرستو کمونستانو د روسي استعمار خوا ونیوله او د امریکا پر راتگ لر او بر کمونستان او قامپرستان د امریکایي ښکیلاک نوکرۍ ته بډ وھلي ودریدل.
ھمدا کار کوزنیو سیکولر نیشنلستانو ھم وکړ‎ او د خپل ولس د ارادې په مخالفه جبھه کې پاته شول. ځکه خو ھلته او دلته ناکام او رسوا شول.
که منظور پښتین د عدم تشدد پر پالیسۍ ولاړ‎ہ مبارزہ د بریالیتوب تر سرحدہ رسول غواړ‎ي نو دې مبارزې ته دې د پنجاب د آئین چوکاټ نه ږ‎دي او د محسن داوړ‎ پشان د پنجابي آئین چوکرہ گان دې له غورځنگ څخه وشړ‎ي او پر ځای دې مخلص، متدین او پر قام مئین پښتانه پر ځان راټول کړ‎ي!

و من الله التوفیق
____________

حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۱۶/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

نه پاچاخان له اسلامه خبروونه منظوراوملګری یی اسلام دقرآنکریم احکام دی الله په قرآنکریم کی فرمایی : مادمسلمانانومال اوځانونه دجنت په مقابل کی رانیولی دی دوی به جهادکوی هم به خپله مری اوهم به ظالمان وژنی وعده دالله په تورات،انجیل اوقرآنکی ثابته ده څوک دآخرت ژوند ددی دنیاپه ژوند رانسی ،نوغفارخان دالله داحکاموپه عوض دګاندی احکام عملی کول په درواغوڅوک نه مسلمانیږی اسلام عمل غواړی مادوه کاله په لندن کی کاروکۍ درواغ وایی چه موږآزادیودمخه انګریزان په هند۰(پاکستان،بنګلدیش)،سریلنکا،اونیفال کی پخپله موجودوواوس یی داسی حکومتونه پرمسلط کړی دی ټول مالیات اودرشوتوپیسی یی لندن ته ځغلوی وفوجوته یی انګریزا ۲٪دکاله خرڅ ورکوی… نور لوستل »

فهیم

دا سورخولی والله که یا ددین په درد وخوری اویا دپښتون داهسی دڅومحدودو کسانو له خوا دډیری پښتنو داحساساتو څخه دخپلو شخصی ګټو لپاره غلطه استفاده کیږی کومه لاره چی دوی پری روان دی هغه متل دی ((دالاره ترکستان ته تللی))

سلیم

حفیظ الدین پیرزادہ صاحب !
آفرین د نر بچیه ! هغه څه دي ویلي چې ۱۰۰ نه، بلکي زر فیصده عیني واقعیتونه دي. او خورا په انصاف او معقول استدلال دي دا هرڅه را سپړلي دي. قلم دې برکتي شه.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x