افغانستان

خلیلزاد او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سولې خبرې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي پلاوي د مذاکراتو پر طرزالعمل هوکړې ته رسیدلي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان سولې خبرې اترې کړي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې واشنګټن کې یې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغان سولې مذاکراتو پر روان بهیر او پرمختګونو خبرې کړي.

نوموړي زیاته کړې، په دغه کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات څخه د خپل قوي ملاتړ ترڅنګ افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په داسې مهال واشنګټن کې د افغان سولې په اړه خبرې کوي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ترکیې ته پر سفر تللی، ترڅو هلته له ترکي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

په خلیلزاد می هیڅ باور نه کیږي چی سولی ته هلی ځلی وکړي. داسی نه وی چی گاونډیان د اشغالگرو د وتلو وروسته د داخلی جګړو ملاتړ ته وهڅوي. هیڅ باور می نه کیږي چی د خلیلزاد په شان شخصیت د یو اسلامی حکومت زغم ولری. د داسې خلکو حکومت چی دی جناب یی خلاف کی ټول عمر فعالیت کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx