افغانستان

غزني کې د نښتې پرمهال ۱۷ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۷ دولتي عسکرو د  وژلو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو پرون شپه د ده یک ولسوالۍ په «تاسنګ» سیمه کې د پولیسو په پوسته ډله ییز برید وکړ، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوه.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت هم دغه نښته تایید کړې او زیاتوي چې په ځوابي ډزو کې یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

له بل پلوه د غزني د ولایتي روغتون رئیس بازمحمد همت رسنیو ته ویلي، له دغې نښتې څخه د ۱۱ دولتي عسکرو جسدونه او ۳ ټپیان ورته راغلي دي.

طالبانو هم په دغې پوستې د برید پخلی کړی او زیاتوي چې په یاده پوسته یې ځکه برید کړی چې د ملکي خلکو په کورونو یې توپچي ډزې کولې.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې په دغې پوسته کې یې د قومندان صاحب الله په ګډون ۱۷ دولتي عسکر وژلي او ۲ تنه نور یې له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره یوځای ژوندي نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x