ټکنالوژي

د فيسبوک او انسټاګرام په څېر ټويټر هم د «سټوري» ځانګړتيا وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د خواله رسنيو مشهور شرکت ټويټر اعلان کړی، دوی د نړۍ په کچه داسې ځانګړتيا وړاندې کړې چې له مخې يې ټويټ ۲۴ ساعته وروسته په اتومات ډول حذف شي.

دغه ځانګړتيا ته د «Fleets» يعنې مؤقتي ټويټ نوم ورکړل شوی، دا ځانګړتيا په لومړي سر کې په برازيل، ايټاليا، سويلي کوريا او هند کې ازمويل شوې وه، چې نن جمعه نږدې د ټولو کاروونکو لپاره وړاندې شوې ده.

دا ځانګړتیا به د ټویټر په پاسنۍ برخه د سټوري په څېر د لنډمهاله مودې لپاره راښکاره کیږي، يعنې تاسې کولی شئ، پر سټوري خپل عکس او يا ليکلی ټويټ زيات کړئ چې تر ۲۴ ساعتونو به ښکاره او بيا پر اتومات ډول حذف شي.Twitter Fleets: Would It Be Beneficial for Marketers? – Web Hosting Blog by MilesWeb | WordPress, Cloud & SEO Tips

ټويټر په دې هکله وايي، «لنډمهاله ټويټونه د عامو خبرو اترو لپاره د خدمت په معنا ده، ځکه چې ټويټر، کاروونکي د چټکو پېښو او خبرونو لپاره څاري، ځو ځينې يې په دې اړه شکايتونه لري چې دا نارامه دی او ټويټونه په دايمي شکل ښيي، او د ريټويټونو د راټولولو لپاره زيات فشار شتون لري، بدبختانه له همدې امله ډير ټويټونه په مسودو کې پاتې دي».

ټويټر وړمه ورځ ويلي وو چې دغه ځانګړتيا به په راتلونکو ورځو کې د ايفون (iOS) او اندرايد (Android) ټولو کاروونکو لپاره وړاندې کړي، خو داسې اټکل کيږي چې ټول کاروونکي ترې مستفيد شوي دي.

باید وویل شي د ټویټر په څېر ځانګړتیا له دې وړاندې پر واټس اپ د Status په نوم، پر فیسبوک او انسټاګرام د Stories په نوم کارول کیږي، چې ځانګړی ځای لري او لنډمهاله پوسټ له ۲۴ ساعتونو وروسته په اتومات ډول حذفیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x