افغانستان

دولتي عسکرو په لغمان کې یو ډاکټر وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا د یو ملکي ډاکټر د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو پرون د شپې ناوخته د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په «چارباغ» سیمه کې د یو سیمه ییز ډاکټر محمدامین «خاکسار» پر کور چاپه وهلې ده.

د سرچینو په خبره په دغه مهال دولتي عسکر د نوموړي ډاکټر د کور دروازه په بمونو الوزولې، ډاکټر امین خاکسار یې په «شهادت» رسولی او د هغه یو ورواره یې د بندي په توګه له ځانونو سره بوولی دی.

ډاکټر محمدامین خاکسار د مرحوم ملا سردار زوی چې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ «چارباغ» سیمې اوسېدونکی ؤ، د سیمې د خلکو په خبره په صحي برخه کې یې له اوږدو کلونو راهیسې د خپل ولس د خدمتګار په توګه دنده ترسره کړې ده.

د قرغیو ولسوالۍ ولسونو تیره ورځ د نوموړي په ملاتړ ستر اعتراضیه لاریونونه هم ترسره کړي وو او له ولایتي ادارې یې غوښتنه کوله چې د ډاکټر خاکسار د قتل قضیه وڅیړي او قاتلین اشد مجازات کړي.

د لغمان ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسینو ته ویلي، چې دغه چاپه د صفر دوه قطعې د عسکرو لخوا ترسره شوي، چې په خبره یې ولایتي اداره په جریان کې نه وه اچول شوې.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د شپنیو چاپو پرمهال ولسي خلک او روغتیایې کار کوونکي وژني، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې ډاکټران او عام خلک د دولتي عسکرو لخوا په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي؛ خو تراوسه یې قضیې نه دي څېړل شوي او نه هم په دغو پېښو کې ککړ دولتي عسکر محاکمه شوی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x