افغانستان

د بغلان مرکز پلخمري کې د نښتې پرمهال د قومندان په ګډون ۴ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې د قومندان په ګډون د ۴ پولیسو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د پلخمري ښار په دخولي دروازه کې د پولیسو پر یوې پوستې وسله وال برید کړی، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، په دغې نښته کې د یادې پوستې د قومندان په ګډون ۴ پولیس وژل شوي، یو ټپي او دوه تنه نور پولیس د پوستې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو له ځان سره وړي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند ویس صمیمي هم دغه نښته  تاییدوي؛ خو دا نه مني چې د سقوط شوې پوستې وسلې  او مهمات د طالبانو لاسونو ته ورغلي وي.

صمیمي دغه راز ادعا کړې چې پ ځوابي ډډزو کې یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x