افغانستان

هرات: په سرتېري برید کې اتلسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

د هرات ولایت په انجیل ولسوالي کې د ملي اردو د عسکرو په یوه موټر په شوي سرتېري برید کې اتلسو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات ولایت امنيتي مسوولین مني او وايي چې د ملي اردو په موټر سرتېری برید شوی دی، د هرات ولایت د امنيې قوماندانې ویاند عبدالروف احمدي وايي چې بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک سراچه ډوله موټر د ملي اردو له کاسټر ډوله موټر سره جنګولی دی.
یاده پېښه پرون د هرات ولایت د انجیل ولسوالي په کاروبار سیمه کې شوې ده.
طالبانو د برید مسوولیت منلی دی او ويلي يې دي چې په یاد برید کې د ملي اردو اتلسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوړې ده. طالبانو ویلي دي چې بریدکوونکی عمري د هرات ولایت اوسېدونکی و او د موټر په وسیله نه؛ بلکې  پرځان پورې د تړلیو چاودېدونو توکو پرمټ يې سرتېری برید کړی دی.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي: «لومړی نوموړي مجاهد د کلاشنکوف په مټ د دښمن په کاسټر موټر ډزې وکړي چې له امله یې موټردوارخطایي له امله د ناجو له یوې ونې سره ټکر شو.
د موټرله ټکرکیدلوسره سم مجاهد د دښمن مابین ته ځان ورساوه اوهلته یې په ځان پوري تړليو قوي منفجره موادوته انفجار ورکړ چې له امله یې د دښمن ۱۸ تنو اجیرو عسکروته مرګ ژوبله واوښته.»
هرات یو له هغو ولایتونو نه دی، چې د نا امنۍ پېښې ترې نه کمې خپرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x