روغتیا

د روغتيا نړيوال سازمان؛ اروپا کې هره ۱۷مه ثانيه کرونا یو کس وژني

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د روغتيا نړيوال سازمان احصائيې ښيي، اروپا کې په هرو ۱۷ ثانیو کې په کرونا يو اخته کس خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ګارډين ورځپاڼه د روغتيا نړيوال سازمان اروپايي برخې د مشر هانس کلوګ په حواله ليکي، دوی د اروپا په ۵۳ هېوادونو کې تر دې دمه ۱۵.۷ مليونه د کرونا مثبتې پېښې ثبت کړي چې ۴ مليونه يې يوازې تېره مياشت ثبت کړي دي.

هانس کلوګ زياتوي، له ۸۰ سلنه زياتو اروپايي هېوادونو کې په تېرو دوه اونيو کې له هرو ۱۰۰ زره کسانو څخه يې ۱۰۰ تنه په کرونا اخته شوي دي‌.

هغه په ګوته کړه چې په اروپا کې د روغتیا پاملرنې سیسټمونه په لوړ ظرفیت کار کوي، په فرانسه کې د پاملرنې متعدد واحدونه ۹۵ سلنه، او په سویس کې ۱۰۰ سلنه فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې په اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس ۱۵ نیم ملیونه مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۳۵۳ زره ۵۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x