افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمران خان: افغان سولې ته د پاکستان د ژمنتیا څرګندولو موخه کابل ته تللی وم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، د افغانستان شخړه نظامي حل نلري او دی په دې موخه کابل ته راغلی، تر څو افغان سولې ته د پاکستان ژمنتیا په ډاګه کړي.

عمران خان چې تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا کابل ته راورسېد؛ نن يې پر ټویټر لیکلي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري او په دې هیواد کې سوله او ثبات یې یوازې د سیاسي جوړجاړي له لارې راتلای شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «تر افغانستان وروسته موږ په سوله کې ستر رول لرو، موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله به سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ ته لاره پرانېزي او دواړو هیوادونو ته به نیکمرغي راوړي، د قبایلي سیمو خلګ چې په افغانستان کې د جګړې له امله زیانمن شوي و، له افغان سولې او سوداګرۍ په ځانګړي ډول مستفید کېدای شي.»

عمران خان چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راغلی، دلته یې حکومت د راتګ په ویاړ د کابل پر لارو پاکستاني بیرغونه رپاند کړي او کابل کې يې عمومي رخصتي اعلان کړې.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وايي، تمه لري چې د عمران خان له نوي سفر سره به د کابل او اسلام اباد د اړیکو یو نوی فصل پرانیستل شي.

کابل ته د عمران خان سفر داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون پر بنسټ له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته ناست دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x