افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل-اسلام اباد تازه هوکړه: د امنیتي بنسټونو او استخباراتو دوه اړخیزي اړیکې پراخېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» له سفر سره جوخت د کابل او اسلام اباد تر منځ د « په دواړو هیوادونو او سیمه کې له سولې او ثبات څخه د ملاتړ په تړاو ګډ لیدلوری» تر نامه لاندې تازه هوکړه لاسلیک شوې، چې پکې د دواړو هیوادونو د امنیتي بنسټونو او استخباراتو تر منځ د اړیکو په پراختیا او د «سولې ضد عناصرو» په له منځه وړلو ټینګار شوی.

په دغه تازه هوکړه کې راغلي، چې دواړه هیوادونه به د سولې او ټیکاو لپاره کار کوي، دوه اړخیزې اړیکې به نورې هم ژورې او پراخه کوي او نه یوازې دا چې د یو بل ګواښونکي اقدامات به نه کوي، تر څنګ به یې د امنیتي بنسټونو او استخباراتو دوه اړخیزې اړیکې او ګډ کار نور هم پراخوي.

هوکړه کې وړاندې راغلي، چې دواړه هیوادونه باید د یوې ټولشموله سولې د تامین لپاره چې جمهوریت او بشري حقونه پکې خوندي وي؛ هڅه وکړي او د هغو کسانو د له منځه وړلو لپاره ګډ کار وکړي چې د سولې په وړاندې خنډ ګرځي « دا چې د هیڅ هیواد خاوره باید د بل هېواد پروړاندې د ناوړه موخو لپاره ونه کارول شي او دواړه هیوادونه باید د سولې د دښمنانو، د سولې ضد عناصر، نامعلومو او هغو کسانو د پېژندلو لپاره کار وکړي چې د سولې بهیر ته زیان رسوي.»

د هوکړې پر بنسټ دواړه لوري به د روان میلادي کال د وروستۍ میاشتې په نیمايي کې د هغو کسانو په وړاندې چې د سولې بهیر ته زیان رسوي، د اقداماتو د تحلیل، نقشه جوړونې او همکارۍ په برخه کې د ګډو استخباراتي خدماتو رهبري شوی کار بیا ځواکمنوي او تر څنګ به یې د کابل-اسلام اباد حکومت مشران له یو بل سره دوامداره ناستې لري.

په هوکړه کې ویل شوي، چې د ر اتلونکو ګامونو د عملي کېدو په لړ کې به اشرف غني د نوي میلادي کال په لومړۍ ربعه کې اسلام اباد ته سفرکوي.

دغه هوکړه داسې مهال لاسلیکېږي چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیم تر منځ خبرې رواني دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

غني د خپل واک په لومړۍ دوره کې هم پر طالبانو باندې د فشار راوړلو او د خپلې واکمنۍ د دوام په تمه د پاکستان پوځي مرکز ته ورغلی و او له هغوی سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې هوکړه لاسلیک کړې وه، چې هماغه د افغانانو له پراخو مخالفتونو سره مخ شوې وه او غني تورن شوی و چې د «ډیورنډ» د متنازعې کرښې په سر یې هم له پاکستان سره معامله کړې.

د کابل-اسلام اباد د تازه هوکړې بشپړ متن په لاندې لینک لوستلای شی

د افغانستان اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت تر منځ په دواړو هېوادونو او سیمه کې له سولې او ثبات څخه د ملاتړ په تړاو ګډ لیدلوری

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

چئ د کابل اداری اول دوهم مرستیال د سولی مخالفت کوی، اشرف غنی خو پریژده چی هغه په صورت نه غوارئ سلحه! نو دا سئ بل سوک همسته چی نه یئ وغوارئ…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x