دیني، سیرت او تاریخ

پر صحیح بخاري برید د چا له خوا او د څه لپاره ؟

لیکنه:  دکتور عمر عماد

نن سبا د امام بخاري په شخصیت او د هغه په صحیح باندې خطرناک برید روان دی ، چه د سر ټکي یې دا دي :

راځئ چې لږ فکر وکړو :

آیا امام بخاري  معصوم او  تر نقد پورته دی؟

آیا د امام بخاري څخه مخکې مسلمانانو لمونځ روژه اونور عبادات نه کول ؟

…………..

هو ، بالكل بايد (لږ فکر وکړو)

ځکه چې هیڅوک هم نه وایی چې د امام بخاري نه مخکې چا لمونځ نه کاوه ، او یا امام بخاري خلکو ته د لمونځ کولو طریقه ورزده کړه .

بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمونځ کولو طریقه صحابه وو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړه ، او بیا د صحابه وو څخه د هغوی شاګردانو ( تابعینو ) نقل کړه ، او د تابعینو څخه د هغوی شاګردانو ( اتباع تابعینو ) نقل کړه او د هغوی نه یې شاګردانو ، تر څو پورې چې د سنتو د تدوین او لیکلو مرحله راورسیده

او د لیکلو ضرورت د احادیثو د ورکیدلو له ویرې راپیدا شو ، او دغه ویره پنځم راشد خلیفه عمر بن عبد العزیز – رحمه الله تعالی ( توفی ۱۰۱ هـ) په خپل ایماني فراست او ثاقب نظر درک کړه – لكه څرنګه چې یې مورنی نیکه ، او ملهم خلیفه عمر بن الخطاب د قرآن په هکله وویرېده او ابو بکر الصدیق رضی الله ته یې د قرآن د راټولولو مشوره ورکړه – نو ځکه عمر بن عبد العزیز په مدینه کې خپل والي أبو بكر بن عمرو بن حزم ته امر وكړ چې: ( انظر ما كان من حديث رسول الله صلى الله عليه وسلم فاكتبه، فإني خفت دروس العلم وذهاب العلماء، ولا تقبل إلا حديث النبي صلى الله عليه وسلم: «ولتفشوا العلم، ولتجلسوا حتى يعلم من لا يعلم، فإن العلم لا يهلك حتى يكون سرا») او ابو بكر بن عمرو بيا مشهور تابعي او د مدینې نامتو عالم محمد بن عبد الله بن مسلم بن الشهاب الزهري ته دا دنده وسپارله او د هماغې ورځې راهیسې د آحادیثو د تدوین لړۍ په رسمي توګه پیل شوه ، او دې کار په درېیمه هجري پیړۍ کې زور واخیست ، نو ځکه دغه پیړۍ د احادیثو د تدوین زرین پړاو بلل کیږي، چې په هغې کې مشهورو محدثینو لکه : امام شافعي , او ورپسې عبد الرزاق ، او بیا په ترتیب سره : ابن أبی شیبه ، او امام احمد ، اوامام بخاری او امام مسلم او ابن ماجه اوابو داود او ترمذی او نسائی ( ۳۰۷ هـ) او نور.

د احادیثو راټولوونکو او مدونینو احادیث داسې نه دي لیکلی چې ګویا د خلکو اعمالو ته یې کتلي چې په عملي تواتر رانقل شوي دي او بیا یې هغه راټول او لیکلي دي ، او يا دا ورته قصې كړې دي .

نه نه نه ، دغه ګمان قطعا غلط دی ، بلکې د احادیثو لیکوالان ټول د احادثیو د روایت او درایت علماء وو چې د خپلو استا‌ذانو څخه یې اوریدلي ، او استاذانو یې د خپلو استا‌ذانو څخه سلسله په سلسله د یو بل څخه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې اوریدلي دي ‍.

خو دا طبیعي خبره ده چې د هیڅ پیښې او یا خبرې روایت کوونکی یوشان نه وي، بلکې حتما له بیلا بیلو اړخونو یو د بل سره توپیر لري ، څوک یوه پیښه او یا خبر په دقت اوري او هماغسې یې ساتلی شي او بیا یې نورو ته نقل کوي ، او د چا یاد او حافظه بیا لږ کمزورې وي ، او یا د پیښې او خبر په اوریدلو کې دومره ډیر دقت نه کوي. او دغه کار د احادیثو په راویانو هم صدق کوي .

د دې نه آخوا مؤرخين هم ټول یو شان نه دي ، ځینې یې د پیښو په اوریدلو او بیا نقلولو کې ډیر دقت کوي او ځینې کم ، ځینې په تاریخي پیښو کې د خپل مزاج سره سم څه ناڅه مرچ او مساله هم پکې ګډوي او څوک بیا مجرد او بې پری ناقل وي، او دا کار هم د احادیثو په لیکوالانو باندی صدق کوي ، په دې معنی چې ځینې یې د احادیثو په لیکلو کی تر نورو ډیر دقت کوي او هڅه کوي چې هغه احادیث ولیکي چې د ځانګړو شروطو سره سم وي ، او دغه شرطونو کې څوک ډیر تشدد او سختي کوي او څوک بیا د هغوی په اندازه شدت اودقت پکې نه کوي .

او امام بخاري د امت د علماوو په ګواهۍ هغه څوک دی چې : د پوره تقوی نه برخمن ، د قوي حافظې څښتن ، داحادیثو په اوریدلو او روایت کولو کې ډیر محتاط ، او د احادیثو د اوریدلو لپاره یې تقریبا په ټوله اسلامي نړۍ کې په زرګونه کیلو متره او میاشتې او کلونه سفرونه کړي دي.

په عین وخت کې یې د احادیثو د منلو لپاره – د نورو عامو شرطونو برسیره چې تقریبا د ټولو محدثینو سره شته – خپل شرطونه هم درلودل ، لکه دا چې : باید هر راوي د خپل شیخ ( استاذ ) سره ډیره موده شاګردي کړې وي . بايد دا ثابته شوې وي چې شاګرد د استاد سره ملاقات کړی دی ، او باید هغه مدلس هم نه وي …الخ .

یوازې دا نه ، بلکې هغه – د اسناد د قوت او ضعف له مخې – په زرګونه احادیث اوریدلي،او بیا یې هغه هم په پوره دقت چاڼ کړي ، او د هغې زبده یې – هر حدیث د دوه رکعته لمونځ کولو نه وروسته – په خپل صحیح کې لیکلی دی .

نو له همدې ځایه ده چې د امت علماوو ورته ، په پوره جدارت او استحقاق ، په احادیثو کې د امیر المؤمنين لقب ورکړی دی .

هو ، بالکل ( فکر ته سوچ کول پکار دی ) او همدغه سوچ  او فكر راته وایي چې  :

دا خبره دقیقه نه ده چې ګویا ( لمونځ، حج، روژه، زکات، خلاصه ټول د دین عملي محکمات د اصحاب کرامو په واسطه د پیغمبر علیه سلام څخه په عملي تواتر باندې ټول امت ته رسیدلي دي ) ځکه چې اول خو په ټولو مسائلو کې د عملی تواتر ادعاء بې بنسټه ده دا خبره د دې نه ډیره رڼه او روښانه ده چې بیلګې یې وړاندې شي .

– او که حتی دا ومنو چې دغه عملي تواتر تر یو وخته پورې موجود و ، نو آیا دا به شوني وه چې تر اوسه پورې دې هماغسې پاتې شوي وای ؟ انساني تاريخ او عملي تجربې وايي چې : نه ، کله هم نه ، بلکې دا د احادیثو د تدوین برکت دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات څخه ۱۴۵۰ کلونه وروسته هم مونږ خپل عبادت هماغسې کوو په کوم ډول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عملا کړی ،اویا یې امر پرې کړی دی .

– او حتی که جدلا دا هم ومنو چې ( لمونځ روژه ….د دین محکمات ) به لا تر اوسه پورې هماغسې په عملي تواتر تر موږ رارسیدلي وای او دا لړۍ به د قیامت تر ورځې پورې روانه وه ، خو آیا دین یوازې همدغه څلور ارکان او د دین یو څو محکمات دي ؟؟؟؟!!!!! ابدا نه . بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او احادیث ددین أساسي  برخه اود شریعت دوهم مصدر دی چې بې له هغې په دین باندې په صحیحه توګه عمل کول ناشوني دي . نو که د محدثینو بې دریغه هڅې ، او د احادیثو د تدوین او لیکلو برکت نه وای نو نن به د اسلام څومره برخه پاتې وه ؟؟؟!!

ما ته خو د اسلامي علومو تدوین – چې په سر کې یې نبوي سنت او احادیث راځي – د الله تعالی د دې وعدې او ژمنې مهمه برخه ښکارې چې فرمایي : ( إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) ځکه چې احادیث د قرآن شرح او بیان دی ، اوپرته له سنتو په قرآن عمل کول ناشونی دی.

– فکر کووم چې د پورتني وضاحت څخه به اوس د دې خبرې وزن او حقیقت هم معلوم شوی وي چې نن سبا یې ډیر خلک په لاشعوری توګه او یا د مغرضانه او شومې موخې له مخې تکراروي چې امام بخاری معصوم نه دی .

هو ، بالکل دا بدهي خبره ده چې پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه بل هیڅوک هم معصوم نه دی ، او د امام بخاري او نورو په خبرو کې د سهوې او غلطۍ احتمال قطعا شته دی . خو موږ وایو چې د امام بخاري احادیث د امت په اجماع – او یا کم از کم د غوڅ اکثریت په نزد – د پورتنیو شروطو پر اساس ثابت او صحیح دي ، او څوک چې وایي امام د دغې او هغې حدیث په روایت کې سهوه شوی دی باید دلیل یې وړاندې کړي .

هو ، بالکل صحیح بخاري د نقد نه پورته نه دی ، او پخوا هم امام دارقطني په خپل ( الالزامات والتتبع ) نومي کتاب کې ، او ځینې نورو علماوو د بخاري په ځینې احادیثو نقد کړی دی او هیچا پرې نیوکه نه ده کړې ، بلکې علمي ځواب یې ورکړی دی ، ځکه چې هغه نقد په علمي اصولو ولاړ و .

خو نن سبا به څوک په صحیح بخاري باندې د علمي او اصولي نقد کولو جوګه وي ؟

آیا دغه په بخاري باندې د نقد چیغې د کومو حنجرو څخه را وځي ؟ د هغه عالم له خولې څخه چې امت یې د حدیثو په علم کې په علمیت قانع دی ، او که د هغو سیکولرانو له حنجرې چې د حدیثو په علم ککړ هم نه دی ، او که د حسن او صحیح تر مینځ د توپیر پوښتنه ترې وکړې نو درته به وایي چې دا لا څه شی دی ؟

حقیقت دا دی چې د بخاري منتقدین د احادیثو هغه مغرض دښمنان دي چې غواړي د بخاری په بې اعتباره کولو سره د احادیثو ماڼۍ ونړوي ، ځکه چې بخاري د محدثینو امام او صحیح بخاري داحادیثو څلی دی ، نو کله چې دغه څلی ونړیږي بل کوم به سالم او سلامت پاتې شي ؟! یو هم نه ، نو هغه وخت به دوی ته دا بیخې اسانه وي چې د احادیثو پرته د خپلې خوښې سره سم بل داسې دين جوړ کړي چې – تر یوه وخته پورې ، تر څو چې ترې ځانونه بیخې بې غمه کوي – د اسلام یوازې نوم پکې وي او بس .

الله تعالی دې مسلمانان هوښیار لري تر څو درښتیني دین دښمنانو دغه دسیسې شنډې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x