افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني-امنیت شورا ته: پر طالبانو لګېدلي بندیزونه د فشار په توګه وکاروئ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ په خبرو کې پرمختګ شوی او د سولې د مذاکراتو رسمي پيل ته یې هیلې پیدا کړې؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه د سولې په پروسه کې د یوه فشار په ډول وکاروي.

غني چې نن یې د امنیت شورا ناستې ته خبرې کولې وویل، چې طالبانو تر دې دمه کړې ژمنې نه دي عملي کړي؛ نو ځګه پر هغوی لګېدلي بندیزونه باید دسولې په لار کې د یوه فشار په ډول وکارول او په موثر ډول د عملي کېدو له لارې يې هڅه وشي، له طالبانو سره روانې خبرې بریا ته ورسول شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له طالبانو سره په بندیزونو کې هر ډول نرمښت باید د سولې پروسې په وړاندې تګ او یوه داسې افغانستان ته د طالبانو په ژمنتیا پورې مشروط کړل شي، چېرې چې د ښځو او لږکیو حقوق خوندي ساتل کېدای شي.

غني ددې تر څنګ ادعا کړې، چې په لومړي ځل یې د سولې بحث په افغانستان کې په یوه ملي ارزښتي ډیالوګ بدل کړی، د سولې په پروسه کې یې قربانۍ ورکړې او پنځه زره پنځه سوه طالب بندیان یې د مشورتي لویې جرګې په مشوره او سلا خوشي کړي.

د نوموړي له قوله، افغانستان د نړیوال تروریزم په وړاندې د روانې مقابلې لومړی خط دی او اوس هم په دې هیواد کې د تروریزم ریښې په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي؛ ځکه دده په اند، طالبان لا هم له القاعده او نورو «ترهګرو ډلو» سره اړیکې پالې چې د مقابلې لپاره یې باید نړیوال له افغانستان سره مرستې روانې وساتي.

د غني له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې روانې دي او له دوه میاشتني پڅ تګ وروسته تازه داسې ویل کېږي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی او پر مهمو اختلافي ټکو باندې دواړه لوري هوکړې ته رسېدلي.

د غني د وینا بشپړ انګلیسي متن په لاندې لینک کې لوستلای شی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته د اشرف غني د وینا متن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لمړی شاه شجاع، خرمل، خرزی او غویی هغه غلامان فاجشی دی چه د اشغلګرو به ډولیو کی میکپ شوی راوستل شوی افغانانو له افغانیت او اسلامیت هویت څخه بی برخی کړی یعنی دوی نه افغانان او نه مسلمانان او حتی نه انسانان دی حتی انسانان هم نه دی ابزار دی او بس لمړی : چه دوی افغانان او مسلمانان نه دی دوی ته د ریس جمهور نوم اخستل او دغه غلامی اداری ته د حکومت نوم یادول کفر او بیغرتی ده یعنی هغوی چه دوی د ریس او دغه اداری ته د حکومت نوم یادوی هغوی هم ورسره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x