افغانستان

طالبان: د کابل اداره د خپلو ناکامیو پټ ساتلو په خاطر په تحصیلي ادارو بریدونه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د کابل اداره غواړي په تعلیمي ادارو او علمي شخصیتونو بریدونو کولو سره د ولس پام غلط او خپله ناکامي پټه کړي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو عالي تحصیلاتو ادارې لخوا رسنیو ته استول شوې، چې د سولې احتمالي څرک لګېدو سره د دین او وطن «دښمنانو» لخوا د خپلو «شخصي ګټو» خطر کې لیدلو په وجه یې په علمي او مرکزونو او شخصتیونو د بریدونو «شوم» پلانونه طرح کړي.

په اعلامیه کې د کابل پر پوهنتون برید ته په اشارې سره ویل شوي چې دا به وروستی نه وی:

«نو د کابل پر پوهنتون برید او دې ته ورته پېښې به یې وروستۍ  نه وي، په راتلونکي کې ښايي دښمن تر دې لازیات ناوړه  وژونکي او ورانوونکي جرایم پلان او تر سره کړي.»

طالبانو دغه راز د کابل ادارې لخوا تعلیمي او تحصیلي ادارو ته لومړی «اخطار» ورکول او وروسته ورباندې بریدونه کول او بیا طالبانو ته ددغو بریدونو «منسوبول» ددې لپاره دي چې په خبره یې خپله «ناکامي» او «په نړیوال کچه اول نمبر اداري فساد» باندې پردې اچولو سره د ولس توجه بل لورته واړوي.

د اعلامیې په پای کې د طالبانو د عالي تحصیلاتو ادارې د پوهنتونو او تحصیلي ادارو رئیسانو، استادانو او نورو علمی شخصیتونو ته ډاډ ورکړی، چې هرډول ممکنه همکاري کولو ته ورسره تیار دي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې د طالبانو د استخباراتو کمیسیون هم په هېواد کې د ملي او علمي شخصیتونو د امنیت په اړه خبرداری ورکړی ؤ، چې په خبره یې د کابل ادارې «استخباراتي» کړیو لخوا هدف ګرځول کیږی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x