
د طالبانو له زندان څخه د ټيموټي ويکس (جبرائيل عمر) د خوشې کېدو د لومړۍ کليزې په اړه د هغه پيغام(ويډيو)
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۹ل): ټیموتي ويکس چې د طالبانو سره یې شاوخوا دری نیم کاله بند تیر کړ، بالاخره یو کال وړاندي د ۲۰۱۹ د نومبر میاشتي پر ۱۸مه نیټه د ۳ طالب بندیانو انس حقاني، حافظ رشید او حاجي مالي خان سره په تبادله کې خوشي شو.
د نوموړي د تبادلې وروسته د ټرمپ له لوري درول شوي مذاکرات بیا پیل شول او په ترڅ کې يې اوربند او بیا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شول.
ټیموتي ويکس چې اسټرالیا ته تر انتقال وروسته یې خپل د دین څخه پرده پورته کړه، او په علني ډول یې اسلام ومانه، اوسنی نوم یې جبرایل عمر دی دی.
جبرایل پر ټویټر فعال اکاونټ لري او وخت په وخت د افغانستان د سولې اړوند ټویټونه کوي او د سولې ، د بندیانو حقوق، بشري حقوق او نورو انساني اړخونو په برخه کې فعالیت کوي.
ټيموټي ويکس د طالبانو له زندان څخه د خلاصون د لومړي کليزې په مناسبت يو ويډيويي پيغام خپور کړی دی چې نن ټکی اسيا يې پښتو ژباړه تاسو درنو لوستونکو وړاندې کوي.
د ټيموټي ويکس د پيغام پښتو ژباړه او غږ:عبدالرحمن فداء