افغانستان

پر کابل ښار راکټي بریدونو کې ۳۹ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): نن سهار د کابل ښار په مختلفو ناحیو ترسره شوو راکټي بریدونو کې د وروستیو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د معلوماتو له مخې زیاتره توغندي د استوګنې په سیمو لګېدلي، چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

نن سهار د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند، څلور کلا ماڼۍ، طاهري کوڅه، نعمت پلازې، سلام پوهنتون ته څېرمه، د ګل سرخ څلور لارې، څلورمې امنیتي حوزې، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، سپین زر جادې، دویمې حوزې او ملي آرشیف ته څېرمه، لیسې مریم، پنځه سوه فامیلیو او یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې شاوخوا ۲۳ راکټونه پرېوتل.

ویل کیږي چې دغه راکټونه یو سوزکي ډوله موټر څخه توغول شوي، چې وروسته موټر هم اور اخیستی ؤ.

ددغو راکټي بریدونو له امله عامو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

طالبانو دغه راکټي برید کې لاس لرل رد کړي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي: «په کابل ښار د توغندیو ویشتل د اسلامي امارت د مجاهدینو کار نه دی، موږ په ګڼ میشتو ځایونو ړندو ګوزارونوته اجازه نه ورکوو.»

په داسې حال کې چې له اوږده بنبست وروسته وړمه ورځ قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو کاري ټیمونه د مذاکراتو پر طرزالعمل یوې هوکړې ته ورسېدل او تمه کیږي چې ډیر ژر به د سولې مخامخ خبرې پیل شي، د شنونکو په باور د سولې ضد کړیو لخوا داسې پیچلي خونړي بریدونه د حیرانتیا خبره نه ده.

د چارو شنونکي وايي، کله چې په دوحه کې د طالبانو اوامریکايي استازو ترمنځ د سولې توافقنامې نهايي کېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې وې، هغه مهال هم د سولې ضد کړیو لخوا په بګرام هوايي اډې له ورته تکتیک نه په استفادې توغندويي بریدونه شوي وو، چې طالبانو په کې لاس لرل رد کړي وو.

په یو تازه خبر کې ویل شوي چې د دغو بریدونو مسئولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه منلی، یادې ډلې ته منسوب پیغام کې ادعا شوې چې د کابل ښار زرغونه سیمه کې د کابل مرتد حکومت او صلیبیانو مرکزونو باندې ۲۸ کاتیوشا توغندي ویشتلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Waww, Nasaleh is way more professional than Dr Najeeb. With these actions such killing students and bombing the civilians, Nasaleh cannot defeat the uprising of the Afghan people nor he can win the hearts and minds of the civilians in Kabul
Nasaleh can only keep Ghani Jan happy

SELLAB AKHESTI ZAG TA LAS ACHAWI

Adam Khan

Why did they not fire these rockets on the office of voice president, ARG and/or any other army base

It looks like Kabul admin is behind it

جلال

A very very important question!!!

طوطی

دغه وسلی خو پخوانیو مجاهدینو سره دی نو زه فکر کوم د د لنډغرو کار دی چی د سولی پروسه ګډه وړه کړی. دویمه خبره: دا حملی په ډاګه کوی چی حکومت څومره بی وسه او بی کفایته ته باید چی لویه جرګه راوغواړی او واک خلکو ته وسپاری. غنی او عبدالله باید دواړه زر تر زر مستعفی شی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x