افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپیو په قطر کې له بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره ګوري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتود  بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» قطر ته ځي او هلته د طالبانو او کابل له مذاکراتي ټيمونو سره جلا، جلا ناستې کوي.

اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې پمپيو به په دوحه کې د طالبانو او کابل له مذاکراتي ټيمونو سره بېلې، بېلې ناستې ولري او تر څنګ به د قطر له امیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري او د افغان سولې په پروسه کې به د قطر رول و ارزوي.

دغه لیدنه داسې مهال پلان شوې، چې له اوږدو چنو او مخالفتونو وروسته په دې وروستیو کې ورځو کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونو د مذاکراتو لپاره د ناستو پر طرزالعمل هوکړه کړې او په دې توګه د بین الافغاني مذاکراتو پر مهمو نقاطو د بحث لپاره لاره پرانیستل شوې.

له نږدې دوو میاشتو راپدېخوا د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه د خبرو مېز ته ناست و؛ خو دا چې د کابل مذاکراتي ټیم د طالبانو-امریکا تړون د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث نه مانه؛ له امله یې په مذاکراتو کې پرمختګ په ټپه ودرېد.

له دوحې څخه یو شمېر سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې په مذاکراتو کې اختلاف پر سترو نقاطو باندې توافق شوی او د طالبانو-امریکا تړون د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکو توافقاتو لپاره د بنسټ په حیث منل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x