ځانګړي راپورونه

د کابل او اسلام اباد اړيکې؛ استخباراتي ستونزې او بې باوري د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو رغولو په موخه کابل او اسلام اباد د استخباراتي معلوماتو په شريکولو هوکړه کړې او د دې چارې د عملي کولو لپاره يې د کمېټو جوړول هم پيل کړي، خو د افغان چارو کارپوهان وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي او استخباراتي ستونزې د بې باورۍ لامل شوي او د دې باور رامنځته کول به اوسمهال ډېر اسانه نه وي.

کابل ته د عمران خان د راتګ پر مهال د کابل حکومت له مشر اشرف غني سره تر ليدو وروسته په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړه لوري به خپلې خاورې د يوه بل پر خلاف نه کاروي او نه به بل چا ته اجازه ورکړي.

اشرف غني او عمران خان دواړو وویل، چې د سولې او امنيت دښمنان بايد معلوم شي.

کابل او اسلام اباد په داسې حال کې پر امنيتي او استخباراتي مسائلو د پرمختګ خبره کوي، چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال تر می مياشت پورې د دوحې تړون پر اساس ټول بهرني پوځيان بايد له افغانستانه ووځي او په عين حال کې د سړې هوا سربېره په هېواد کې جګړو هم زور اخيستی دی.

د چارو کارپوهان وايي، دا ډول سفرونه او هوکړې تر ډېره تر رسمياتو محدودې وي او عملي کولو لپاره يې د کابل او اسلام اباد ترمنځ باور جوړول اړين دي، چې تر اوسه نه شته.

د افغان چارو پېژندل شوی شنونکی رحيم الله يوسفزی وايي، عمران خان او اشرف غني تر دې وړاندې هم دوه ناستې کړي، د هغه په وينا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ له منځه وړلو لپاره د عمران خان وروستی سفر ډېر اړين و.

د يوسفزي په وينا اشرف غني هم په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي او استخباراتي مسائل د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي.

د يادونې وړ ده، چې عمران خان په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باروي تر وروستي حده رسېدلې ده.

لومړي وزير عمران په تېرو څو ورځو کې څو ځله وويل، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي، ورپسې تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د پوځ وياند تورنجنرال بابر افتخار ګډې خبري ناستې ته د وينا پر مهال تور پورې کړ، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي او په وينا يې داسې اسناد يې موندلي، چې پاکستان کې د ډېرو چاودنو او وسله‌والو بریدونو تر شا د هند لاس دی او د دغو بریدونو طراح کابل کې د هند په سفارت کې ناست دی.

رحيم الله يوسفزی وايي، کابل ته د عمران خان د سفر موخه د دواړو هېوادونو ګډې اړيکې سره نږدې کول او تر بحث لاندې نيول و او له همدې امله يې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د سوداګرۍ وزير عبدالرزاق داود او د استخباراتو «ای ایس ای» مشر جنرال فیض حميد هم له ځان سره ملګري کړي وو.

د هغه په خبره د دې چارواکو ملګري کولو څخه د عمران خان موخه دا وه، چې دی د سياسي، سوداګريزو او امنیتي مسائلو په اړه بحثونه وکړي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړې، چې کابل او اسلام اباد د هوکړې له مخې د يادو ستونزو د حل لپاره د شريکې کمېټې جوړولو چارې هم پيل کړي دي، خو په ظاهره داسې نه ښکاري، چې په دې اړه ژر ښه پرمختګ وشي.

رحيم الله يوسفزي د خپلې خبرې د دلیل لپاره زياته کړې، چې د پاکستان پخواني لوی درستيز جنرال راحيل شريف هم د کابل د سفر پر مهال داسې هڅه کړې وه، د کابل حکومت سره يې د استخباراتي معلوماتو د تبادلې سند لاسليک کړی و، خو په هغه مهال په کابل کې د دې کار سخت مخالفت شوی و، چې د افغانستان ملي امنيت رياست له پاکستاني استخباراتو سره همکاري نه شي کولی.

د چارو کارپوهان وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ ختمول اړين دي او تر څو، چې دا نه وي شوي، دوه اړخيزې همکارۍ ناشوني دي.

د چارو کارپوه عصمت قانع وايي، د افغانستان ډېری خلک د تېرو څلوېښت کلونو د بحران د مسؤوليت ګوته پاکستان ته نيسي او اوس داسې وخت راغلی، چې اسلام اباد د کابل په شمول له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري.

د قانع په خبره، تمه ده، چې بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي او په دغسې يوه حالت کې د کابل او اسلام اباد اړيکې رغول ډېر اړین دي.

سره له دې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په نړيواله کچه وستايل شو او هيله وه، چې ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پيل شي، خو د کابل حکومت لا هم په يوه او بله بهانه د دوحې تړون مخالفت کوي او هڅه کوي، چې د بین الافغاني مخامخ خبرو پر ځای د افغانستان راتلونکي په اړه له پاکستان سره معامله وکړي.

طالبانو په خپلو تکراري اعلاميو او څرګندونو کې ويلي، چې دوی خپلواک دي، ټوله هڅه يې د بهرنيو پوځيانو ويستلو او اسلامي نظام راوستلو لپاره ده، خو اشرف غني او د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله له پاکستانه غوښتي، چې طالبان اوربند ته وهڅوي.

د کارپوهانو په اند دا ډول څرګندونې د سولې خبرې نورې هم ټکنۍ کولی شي او بین الافغاني مذاکرات به ورسره نور هم کړکيچن شي.

رحيم الله یوسفزی وايي، تر اوسه داسې نښې نه شته، چې طالبان دې اوربند ته غاړه کيږدي او بايد وکتل شي، چې طالبان د اوربند لپاره څه امتياز ترلاسه کول غواړي او که امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي، نو بیا به د طالبانو سخت غبرګون ته انتظار کول په کار وي، ځکه چې امريکا له طالبانو سره د دوحې تړون کې منلې، چې د ۲۰۲۱ کال د می مياشت پورې بايد ټول امريکايي او ايتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د څارونکو په وينا د کابل حکومت په تېرو وختونو کې پاکستان ته د ډيورنډ کرښې په رسميت منلو سربېره ډېر امتيازات ورکړي، خو تر اوسه يې کومه ښکاره ګټه نه ده کړې او ښايي دا ځل يې هم شته هيلې د پخوا په څېر په اوبو لاهو شي.

داسې ويل کيږي، چې کابل لپاره د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ اړيکو ساتلو توازن ستونزمن دی او کله هم چې کابل له اسلام اباد سره د نږدې کېدو هڅه کړې، هند ترې خوابدی شوی او خپله موخه يې هم نه ده ترلاسه کړې.

باخبره کارپوهان وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې امريکا منلې، چې واک به طالبانو ته سپاري، له همدې امله د کابل حکومت چارواکي امريکا بې وفا بولي او له پاکستانه د مرستې ترلاسه کولو په موخه اسلام اباد ته نږدې کيږي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څه موده مخکې هم ويلي و، چې کابل کې د هر چا حکومت وي، دوی به ورسره ښې اړيکې ساتي.

کېدای شي د هغه موخه په حکومت او نظام کې راتلونکې بدلون ته اشاره وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x