
طالبان: امنیت شورا دې د غني په څېر «مفسدینو» په خبرو د دوحې تړون نه تخریبوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل حکومت مشر اشرف غني لخوا امنیت شورا ته د وروستیو «پاروونکو» څرګندونو په غبرګون کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د غني په څېر «مشهورو مفسدینو» په خبرو د دوحې تړون پر وړاندې موانع ایجاد نه کړي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا خپره شوې، د اشرف غني وروستۍ څرګندونې د سولې پر وړاندې د نوموړي د «بدنیتۍ» ښکارندویه بللي دي.
تیره ورځ د کابل حکومت مشر اشرف غني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې په طالبانو لګول شوي بندیزونو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي، ترڅو طالبان د سولې په خبرو کې ددوی شرایطو ته غاړه کیږدي.
طالبانو دغه راز ویلي، چې یوازې اشرف غني نه بلکې د هغه د معاونینو او لوړ پوړو چارواکو به ګډون د کابل ادارې زیاتره مشرانو د سولې پروسې پر وړاندې د کورنيو او بهرنيو موانعو ایجادولو هڅه کړې ده:
«دا د سولې په وړاندې تنها د اشرف غني کینه ګره اراده نه څرګندوي؛ بلکې له دې څخه وړاندې د کابل ادارې مرستیالانو او نورو متعددو مسئولینو د مذاکراتو د روانې پروسې د سپوتاژ هڅې کړي او د پرمختګونو په وړاندې يې د کورنیو او بهرنیو موانعو د ایجاد کوښښونه کړي دي.»
په خبر پاڼه کې طالبانو د اشرف غني د څرګندونو د غندلو ترڅنګ نوموړی د سولې پروسې او جګړې د خاتمې پر وړاندې په «کینه» لرونکي چلند تورن کړی دی.
د خبر پاڼې په پای کې طالبانو له نړیوالې ټولنې او امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې د اشرف غني په څېر «مشهورو مفسدینو» په خبرو د دوحې تړون پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي، بلکې د «قدرت غوښتونکو» کړیو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي:
«د امنیت شورا په ګډون ټوله نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې روان حالات دقیق تر غور لاندې ولري، د مشهورو مفسدینو په خبره د دوحې د مهم تړون پرخلاف موانع ایجاد نه کړي؛ بلکې برعکس باید کوښښ وشي چې د سولې د تخریبوونکو او د خپل اقتدار د غځوونکو مخه ونیسي ترڅو د دوحې توافقنامه څنګه چې ښایي عملی شي، دا هم د افغانانو، هم د امریکا او هم د نړیوالې ټولنې په ګټه ده.»
طالبان په داسې مهال د اشرف غني وروستۍ څرګندونې غندي چې په کور دننه او بهر کې ګڼو افغان سیاسیونو او فعالانو د نوموړي څرګندونې د سولې ضد او جګړه خوښې وبللې او هغه یې په هېواد کې د روانې ویجاړۍ عامل وبللو.
غلامی تر فحاشۍ یا فاحشی بده او ننګینه خصلت او دنده ده ، د فاحشی خطا او غلطی په هماغه اوله ورځ وی چه ځان وپلوری ، له هغه وروسته یی فحاشی هنر او مسلک جوړیږی نازونه او ویاړنی پری کوی بزنس تری جوړوی او ګاک یا خریدارو پیدا کولو به غم کی او د هر خریدار سره جلا جلا تعاملات او ناز و نخری ترسره کوی . غلامان تر فاحشو هم شکته مقام لری فاحشه لږ تر لږه د ځان پلورلو واک لری چه څوک ډیری روپی ورکوی په هغوی ځان پلوری مګر غلامان د ځان پلورلو واک او… نور لوستل »