نظــر

اوس څه هيله لرلی شم؟ / لیکوال: اسد الله هارون – د ګوانتنامو افغان باندي

یادونه: په ګوانتنامو کې د پاتو بیګناه بندیانو څخه یو هم اسد الله هارون دی چې له ډیرو کلونو بغیر له کومې محکمې په بدنام زندان ګوانتنامو کې ساتل کیږي. نوموړي د بشري حقونو د مدافع موسسې چې دده نمایندګي کوي، له لاري نن ټکی اسیا ته لاندي لیک را لیږلی چې اصل یې په انګریزي دی او تر پښتو ترجمې لاندي کټ مټ نشر ته سپارل شوی دی.

——-

اوس څه هيله لرلی شم؟ / لیکوال: اسد الله هارون – د ګوانتنامو افغان باندي

د نورې نړۍ په څېر ما هم د امريکا د متحده ايالتوتو د ولسمشريزو ټاکنو خبرونه څارل. زما وکيل راته وويل، داسې ښکاري، چې جوبايډن د امريکا ولسمشر ټاکل شوی او هغه به زموږ په څېر د ګوانتانامو زندانيانو لپاره ښه وي، خو زما د پخوانۍ تجربې له مخې زه ورته ډېر هيله‌من نه يم.

زه دلته بندي وم، چې بارک اوبام د سپينې ماڼۍ واک ترلاسه کړ، موږ ټولو بنديانو فکر کاو، چې نوموړی به د غیر قانوني او بې ګناه بنديانو خلاصون لپاره ګام واخلي، دا ستونزه به حل کړي او موږ به کور ته ولېږي، خو متأسفانه د هغه ژمنې يوازې تشې خبرې وې، په ډېرو طریقو هغه زموږ ژوند نور هم راخراب کړ، نړۍ فکر کوي، چې ګوانتانامو کې پاتې کسان ډېر خطرناک دي، او له همدې امله د اوباما د واکمنۍ پر مهال هم موږ خوشې نه شو. حقیقت دا دی،

چې تر اوسه پر ما هېڅ تور نه دی ثابت شوی او نه مې هم کوم جرم کړی دی او د دې سربېره له تېرو ديارلس کلونو راهيسې دلته بندي يم.

بارک اوباما لوړه کړې وه، چې د ګوانتانامو زندان به تړي، ما خپل ځان خوشبينی کړی و، چې کور ته به ولاړ شم او خپله هغه لور به وګورم، چې ما په ډېر کوچينتوب کې ليدلې وه، خو زه هلته بند پاتې شوم او د ګوانتانامو په تور زندان کې بندي يم، په داسې حال کې لور مې د پلار له ليدو پرته له لس کلونو اوښتې ده. اوس ما ته ويل کيږي، چې د اوباما مرستيال جوبايډن ته هيله‌من شم. زه به نور څومره تشو ژمنو او خبرو ته هيله‌من يم.

زه د سولې روانو خبرو ته هم خوشبينه نه يم، زه اندېښنه لرم، چې د سولې دا بهير به بريالی نه شي، زه بايد يادونه وکړم، چې زه د سولې خبرو په اړه په خپلې مورنۍ پښتو ژبې خبرونو ته لاس رسی نه لرم، يوازې په انګليسي ژبه خبرونه ترلاسه کوم، سره له دې هم ما څو ځله غوښتنه کړې، چې په پښتو ژبه خبرونه ترلاسه کړم، خو نه يم بريالی شوی. زه اندېښنه لرم، چې مرکچي پلاوی به د افغانستان څلوېښت کلن بحران ته د حل لاره راونه باسي.

زه د سولې بهير مخالفت نه کوم، زه په رښتينې توګه د روان بهير ملاتړ کوم، زما ستره هيله دا ده، چې افغانستان ته سوله او کراري راشي، خو زه وېره لرم، چې دا سوله به رانشي. موږ بايد په اوږدمهالې حل ټينګار وکړو، موږ تلپاتې سولې ته اړتيا لرو، نه لنډمهالې هغې ته، تر څو خپل ښکلی هېواد بیا اباد کړو، دا ډېر اوږده لاره ده، خو لاره بايد يوازې د افغانستان له لارې لاړه شي. بهرني هېوادونه دې د سولې بهير کې مرسته وکړي، خو خپل عسکر دې له افغانستانه وباسي.

د هېواد رغول لومړنی ګام دی، موږ بايد خپل هېواد ته پانګوال را وبولو، موږ بايد د مهاجرينو را وستو لپاره پلان جوړ کړو او بايد خلکو ته ډاډ ورکړو، چې افغانستان د پانګونې لپاره خوندي ځای دی، د سوداګرو او عامو خلکو ژوند بايد خوندي وي، دوی بايد پوه شي، چې زموږ د ماليو نظام پاک او منظم دی او د خلکو مالې نه ضايع. خو موږ دغو داخلي خبرو ته تر هغو نه فارغېږو، تر څو ټول بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه نه وي وتلي.

زه حیران يم، چې افغان حکومت د سولې بهير د بريا په موخه د بنديانو خوشې کولو ته ژمن دی، خو نه پوهېږم، چې دوی له امريکا سره د مذاکراتو پر مهال د يوه ټيټ پوړي افغان د خلاصون لپاره خبرې نه دي کړي. په یقيني توګه ويلی شم، چې کور ته د يوه افغان بندي ستنول له يوې غوښتنې زيات څه نه دي. دا به روښانه شي، چې افغانان څومره د سولې بهير ته ژمن دي او بهرني عسکر له خپل هېواده ويستل غواړي.

زه نه پوهېږم، چې د امريکا نوې ولسمشريزې ټاکنې به د افغانستان سولې پر بهير څومره اغېز ولري. زه هيله‌من يم، چې د امريکا نوی ولسمشر به هغه هوډ ته ژمن پاتې شي، چې امريکايي عسکر به بېرته کور ته لېږي او زما افغان حکومت به هم ژمنه عملي کړي، چې ما هم خپلې کورنۍ ته ستون کړي او که داسې وشي، نو زه به وکولی شم، چې د خپلې لورکۍ لپاره پر امنه هېواد جوړ کړم.


What hope do I have?

Haroon Asadullah

Like the rest of the world, I have been following the news about the elections in the United States. My attorneys tell me that Joe Biden, who is apparently the President-elect, will be better for those of us detained at Guantanamo. But due to my own experience in the past, I find it hard to have much hope about his administration.

I was here when President Obama took office. All of us here thought that he would bring an end to the crisis of indefinite, illegal detention, and send us home. But unfortunately his words were empty. In many ways, he made life worse for us. The world thinks that the people left here are the most dangerous, and this is why we were not released under Obama. In fact, I have never been charged or convicted of any crime, and yet I have been imprisoned here for nearly 13 years.

When Obama swore to close Guantánamo, I allowed myself to dream that I would be going home to see my daughter, who was just a baby when I last saw her. But I remain locked up, trapped in this legal black hole, while my daughter enters her teenage years without her father. Now, I am told to be hopeful about Obama’s vice president. How many more empty words must I hear?

I feel the same hopelessness about the peace process. I fear that it is falling apart. I should note that I do not have access to news about the process in Pashto, only in English, even though I have asked for news in my native language. I am concerned that the negotiating team is not up to the task of bringing a resolution to this 40-year crisis.

I am not speaking in opposition to the process—I genuinely and strongly support peace. My greatest desire is for peace in Afghanistan, but I worry it will not come. We must be focused on long-term solutions. We need a forever peace, not a temporary one, to rebuild our beautiful country. This is a long road, but the road must only go through Afghanistan. Foreign countries may help, but their troops should leave our country.

And that is only the first step! To rebuild our country, to bring home investment, we must make a plan to bring our refugees home, and to make sure Afghanistan is a safe place for private industry. The lives of business people and workers must be safe, and they must know that our tax system is structured fairly, and without waste. But we cannot turn to these internal problems until foreign forces are finally out of our country.

It is amazing that the Afghan government has committed to releasing prisoners as part of the peace negotiations. But I do not understand why, in their negotiations with the Americans, they will not advocate for the one low-value Afghan who remains in American detention. Surely, the return home of one prisoner is not too big of a request.  And it will show Afghans that they take seriously their commitment to peace, and keeping foreign forces out of Afghanistan.

I do not know how this election will affect long-term peace in my homeland. My hope is that the new American President will remain committed to sendingUSsoldiers home from Afghanistan, and that my government will commit to having me returned to my family, too, so that I can help to build a peaceful country for my daughter.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x