نظــر

جمهوریت په امریکا کې

اسدالله رزین

مخکې له دی چې کومه بله دروازه وټکوو. ښه داده چې وحیی ته سر ور ایسته کړو او د انسان  اصالت او حقیقت ځنې را واخلو، تر څو پوه سو چې هغه ولي د ځمکې لپاره دومره مهم ده چې د ټولو شتو له منځه غوره سو؟

د ځمکې مخ داسې چاته اړتیا لرله چې اوباده یی کړې. د تدبر او تفکر صلاحیتونه ولري، د فساد او تباهي له یرغلونو یی خوندې وساتي، د ذمه وارې له مخې اړینې چارې په مخ بوزي، او د لانجو او کړکیچونو  د سیا لۍ له  ډګره برلاسی او سر لوړی را ووزي. ترڅو د ځمکني مخلوق د ځمکني عمر لپاره بسنه و کړي. او هغه انسان ؤ چې خالق یی د دی لوی کار د سرته رسولو لپاره تر پیدا کیدو له مخې پوره او هر اړخیزه غمه خوړلې وه. یاده غمه خوړنه په دوو برخو ویشو: د انسان د ژوند حیواني لوری.  او د انسان د ژوند انساني لوری.

حیواني لوری لکه نور څلور بول چې ور ته اړتیا لري لکه خوراک څښاک او نور، خو په دیر افسوس سره د نن ډیری انسانان دغه حیواني لوری په کړنو کې خپل یوازنی لوری پیژني. چې په پایله کې یی د انساني نړۍ په ؤر کې ولاړ حالت له هیچا هم نه ده پټ. له دی کبله چې دغه حالت د انسان د انسانیت مظهر نه دی. یوازي تنه پری لویږي، شهوتونه پری چاغیږي او پایږي. څه خیال مو ده ایا خالق به یی انساني لوری چې د انسانیت مظهر او اصلي خبره ده، له یاده ایستلی وي. او غمه به یی نه وي خوړلې؟ نه دغسې نه ده یقینا او حتما یی غمه خوړلې ده. او هغه وحیه او نبوت ده. چې په واسطه یی عقل، تدبر، تفکر،احساس، اخلاق،حقوق، معنویتونه، ټول انساني ارزښتونه او ایمان پالل کیږي.

له بده مرغه نن انسان له انسانه وینې اچوې. او د مرګ په څیر یی د ژوندانه په هر دریز، ګودراو کنډو کې وژني. او په زړه بریښونکي ژړا یی ژړوي. چې لامل یی هم لومړنی لوری ده چې د فرعوني جمهوریت او دموکراسي په بڼه کې له وحیی او نبوت سره په ټکر، مخالفت او بدې کې انسان ناخوالو، بد مرغیو او ځورولوته ور کشوي.
تاسي وینی چې جمهوریت څرنګه انسانان د څو ګوتو په شمار زور واکانو او مال واکانو د ګټو لپاره سره شل، شل کوي. او نه یی پریږدي چې د انسانیت تر نامه لاندي په یوه خوله یو آواز وچت کړي. دموکراسي د خپل ټول تاریخ په پاڼو کې دا مظلوم انسان د نن په څیر خوړلی، کړولی، ژړولی، تړلی او راځړولی دی. په جمهوریت کې ښه او بد، اهل او نا اهل، حق او باطل، روا او ناروا، معیار نه ده. هلته معیار اکثریت ده. په هر ډول چې وي.

انسان نه ده ګرم چې ګیله من او پریشانه و اوسي. په دی دلیل چې مهالي افلاطونان ولي او تر څو د خان په څیرد بل انسان د ژوند په هکله دومره بی غوره، بی تفاوته، سطحي فکری، ظالم او له ژوند سره یی په لوبو لګیا دی. او نه یی پریږدي چې د انساني معیارونو له مخې خپل مشر وټاکي. دوی د دیموکراتیکې پڅې چړې تر سرلیک لاندي د عوام مرګې، او خواص برلاسي نیمګړې ، ناسمه شیطاني چاړه د یوه کازب مکر او تزویر په  پوښ کې په کار اچولې. چې ټول انسانیت یی یو د بل وینو ته کشینولی دی. او حتی د وحشي ژویو او الوتونکو ژوند یی هم له چیچلو نه دی په امن کې، خو اوس انشاء الله دا په خولو کې شنه ، په کاغذو لیکلې ، د رسنیو کاروبار، تعصب او تبعیض پارونکې، په انسان د انسان د خدایی منونکي، معیار بدلونکې او مادي کونکې ، د مساوات تر نامه لاندي مساوات توهینونکې، د نر او ښځې توپیر نه منونکې، انسان پیژندنه تحریفونکې او اخلاق وژونکې بوډۍ.
چې له هیچا سره یی د حقیقت ثبوت او دلیل نسته. او له ټولو حقیقتونو په انکار ولاړه سفسطه.

لله الحمد نن د نړۍ په تر ټولو لوی دیموکراتیک  جمهوریت امریکا کې د زوال لنډه لنډه سا کاږې او ټرمپ د دموکراسې په پړي تړلی جمهوري ټاکنیز نظام په لغتو وهي. او جوبایډن د رایو په غلا تورنوي.

ټرمپ تر ټاکلو له مخې لا د دموکراسې ماتونکي (ګرز) د کارولو ژمنه کړې وه. چې که حتی بایډن یی وهم ګټي سپینې ماڼۍ ته به د ور ننوتو اجازه ور نه کړي. ماته ټرمپ خکه پړ نه ښکاريږي چې: انساني صنائیع  که د ژوند په هر اړخ پوري اړه ولري، د پاته کیدو موده یی اوږد مهالي نه بلکه لنډ مهالي وي. لکه ناشکن لوښي چې وخت  یی پوره سې پخپله د هغه صنعت له منځه په مرګ او ماتیدو محکومیږي. او یا له بهرني اغیزه په اغیزمنتوب سره په (ګرز) لازم اړین بلل کیږي.
دموکراسې او جمهوریت یی لکه کمو نیزم داسي صنعتونه دي. نور یی وخت پوره دی. ډیر سرونه یی له تنو جلا کړل، ډیرې ودانې یی ورانې کړې. ډیر انسانان یی د دښتو او چولاؤ میلمانه کړل. اوس انشاءالله د دوی د مرګ وار ده . انساني صنعتونه لکه د لرګي پښې داسې وي. لکه چې وایی:
پای استدلال پا چوبین بود   پای چوبین سست وبی تمکین بود.                                                  او یا ډیری دغه شانته صنعتونه  او له منځه تلل یی د مقابل لوري د مقاومت په څرنګوالي پوري هم تړاو پیدا کوي. یعنې کله چې مجاهد  خپله موخه تر خپل ځان ډیره لوړه، ډیره مقدسه، ډیره په حقه. او ترې جاریدل عبادت او ویاړ ومني. بیا دغه ډول بیباکه او پتنګ ډوله سرشندني د غلیم ضمیر لړزوي، احساسات یی ور وژني. او پخپلو ټولو شتو او صنعتونو یی بی باوره کوي. او یا لکه د دوحې د مذکراتو میز. یا د تړون شیبې چې مجاهدینو د خپل ایمان، فرهنګ ، دریز او د مبارزې په ډول نړیوال د خپل ویاړلي تاریخ په ټالو کې و ټالول. او د چا د ملامتې پروا یی و نه کړه.

دا په امریکا کې جمهوریت ده چې یوازي سپین پوستي انسانان بولي . تور پوستي او نور یا شوډر او یا دوهمه درجه انسانان بولي.  امریکایی ولسونه تر بل هر ولس ډیر شندلئ ، ویشلئ ، نتلئ او ترټلئ دي. دوی تل یو عدالت  پال جمهوریت غواړي، خو څوک یی نه ورکوي. او نه یې غوښتونکی آواز وتو ته پریږدي. امریکايي ولسونه یوازې زورواکان او مال واکان واک ته رسوي. دوی هسې (نان ما به او دوشا) تر نامه لاندې په امریکایي توب پایي، په امریکا کې یوازې (۵۸۵) زور واکي او مال واکي واک چلوي او کیدای سې چې په هغو کې به ډیری یهود او یا د یهودو په جادو کې وي. په امریکا کې هر نوماند تر ټاکنو له مخې خپله تګ لاره د یهودي کنګرې له نظره تیروي. هلته د یهود و د بر لاسي لا داسي هم ویل کیږي چې ټرمپ تر ټاکل کیدو لس کاله مخکې ولسمشري ته غوره سوی ؤ. په امریکایی ټآکنو کې یوازي د زور واکانو څیرې بدلیږي. د نظام د بد لیدو نه اجازه ، نه اراده او نه یی تصور شته. او له اسلام او مسلمان سره هریو تر بل ډیر له زهرو ډک دښمن دی. امریکا یی جمهوریت کم وسه هیوادونه نور هم کم وسه کوي او سره شندي یی. او چې څوک دوی و نه مني بیا یی ګانډو په ستوني کې ور ایږدي. او هیواد یی په کنډوالو او هدیرو ور بدلوي. د امریکایی جمهوریت د ناروا ؤ سزا هم امریکایی ولس ته ورکوله کیږي او په ټوله نړۍ کې په غلا او پټ ګرزي. امریکایی جمهوریت  په خپلو ټولو ټاکنیزو ډرامایی ژمنو کې نړۍ جوړوله او ستونزې یی ورهوارولې.  او امریکا یی ولس ته یی انصاف ور ویشو، خو پخپل ټول  (۲۳۱) کلن عمر کې یی اپوټه او دروغجن چلن و کړ.

د ګران افغانستان ، ګران فلسطین ، ګرانې سوریی ، ګران کشمیر او ګران یمن ، ټولې اسلامي نړۍ آو ټولې نړۍ په مرګ پوښلی ، وینو لړلی او اوښکو لمبیدلی بد حالت هر انسان ژړوي. یوازي امریکایی وحشي جمهوریت ده چې ور ته خاندي او د خرمستې جامونه ور ته په غاړه اړوي. د دئ ظالمانو نه سترګې لندیږي. او نه یی د حق ویلو خوله پرانستله کیږي.

دغه نړیوال بد ماش جمهوریت  له دوهمي نړیوالي جګړې را وروسته انسان ته عذاب جوړ سوی، انسان یی تر پزې رسولی او یرغمل کړی یی دی. د حق په ځآی د زور او ځواک ملاتړی دی، نو ځکه ویلای سوای چې یاد وینې څښونکی جمهوریت نور د ځمکې په مخ د پاته کیدو او اوسیدو هیڅ جواز او مخ نه لري.

دا بی مهاره سدا اوښ په هیچا او هیڅ شې سرپه  نه کوي. هرې ورشو ته پخپل سر ور ننوزي. او د غه دی پوره شل کاله کیږي چې افغان ورشو ته ور ننوتلی ، پکې ایسارده ، بدې روځې کوي  او رمباړي وهي.

داسي معلومیږي چې په نړیواله سطحه منل سوی حقیقت  لکه چې یو ځل بیا تکراریږي چې: افغان ورشو ته د هر چا سدا اوښ ، او د سدا په پله پل ایښودونکی هر ور ننوتلی ،بیا روغ نه ده تری وتلی، له ډیرو بدو پایلو سره مخ سوی، تار او مار سوی او تاریخ له خپلو پاڼو غورځولی دی.

څه فکر کوی په سدا اوښ سپور د دموکراسي زوی امریکایی جمهوریت یاد لورې ته په لاره کې نه ده.

رزین

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زرین صاحب ښکلی لیکنه کی دی حقایق رانغښتیو الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم څه ورسره زیات کړم : دموکراسی د دجالی نړی دین او نظام دی حلال او حرام یا روا او ناروا یی د اسلام د روا او ناروا سره سرچبه یا تقابل کی قرار لری. د ځنګل د خوړونکو حیواناتو ظلم فطری دی نو د حیرانتیا وړ نه دی که یوه ګاومیښه د لیوانو د وحشت او خوړلو له امله لغتی وهی د غره لیوان یی لویه سرغړونه او دهشتګره یی ګڼی په هر صورت، الهی ازموینه یا د حق او باطل جګړه ده چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x