افغانستان

د تورخم لاره د هرقسم تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له ننګرهار ولایت څخه د ورکړل شوو راپورونو په اساس نن مازدیګر د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د شخړې له کبله د تورخم سرحدي لاره د هرقسم تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وايي، پاکستاني پوځیانو غوښتل د تورخم دروازې پورې غاړې ته دیوال جوړ کړي، چې د افغان سرحدي پولیسو لخوا یې مخالفت شوی او یو بل ته یې ټوپکونه نیغ کړي، چې ورسره پاکستاني پوځیانو د تورخم دروازه هم د افغان مسافرو پرمخ تړلې ده.

په تورخم کې عیني شاهدان او ځايي خلک وايي، چې د دروازې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او باروړونکي موټر په انتظار ولاړ دي، چې د شپې په رارسېدو یې ستونزې یو په دوه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ کابل ته د عمران خان په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د سفر پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د سولې او ثبات څخه د ملاتړ په موخه یو سند لاسلیک شو، چې له مخې به یې د دواړو حکومتونو ترمنځ استخباراتي اړیکې هم پراخیږي.

په تورخم کې د سوداګرو د ټولنو مسئولینو په وینا اوس مهال چې له افغانستان څخه پاکستان ته په تازه میوو بار موټرونه تورخم کې په انتظار ولاړ دي، چې د لارې په تړلو سره افغان سوداګر او بڼوال زیانمنېدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د عمران د توافقنامی یو اړخ دی چی له غنی سره یی کړی ده. پاکستانیان به همیشه خپل منافقت ته ادامه ورکړی او هیڅکله به یو قوی او پر مخ تللی افغانستان خپل څنګ ته ونه منی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x