نړۍ

کراچي: دپاکستان دخلګو په ګوند پوری تړي پخواني وفاقي وزیر ووژل شو

breaking_news-543(نن ټکی اسیا ۲۰۱۱/۱۷) کراچي: څو شیبي مخکي دکراچي ښارکارادر سیمه کي نامالومو وسلوالو دپاکستان دخلګو په ګوند پوري تړلی پخواني وفاقي وزیر واجه کریم داد بلوڅ باندي ډزي وکړی له خپلو دری تنه ملګرو سره یوځای یی ځای پرځای وواژه.

ښاغلي واجه کریم داد بلوچ نن ماښام دروژه ماتي پروخت دکراچي ښارکارادر سیمه کي یوه هوټل باندي ناست وو چي دنامالومو وسلوالو له لوري تربرید لاندي راغي او ووژل شو.

له بله لوري نن ماښام دکراچي ښارلیاري سیمه کی  دوو مخالفو ډلو یوپربل باندی ډزي وکړي، چی له کبله یی دیوي ښځي په شمول دري کسه ووژل شول، دواړو ډلو یوپربل باندی درني وسلي استعمال کړي، دپیښي له ځایه عیني شاهدانو خبري رسنیو ته وویل چي نیپرسړک ته ځیرمه یوه وداني باندي دراکت لانچر دري فایره ولګیدو چي له امله دوه موټره اویو موټرسایکل اور واخیست اوسوځل شول.

دډزو په ترڅ کي له شلو څخه زیات خلګ ژوبل شوی هم دي چي دکراچی مرکزي روغتو جناح هسپتال ته رسول شوی دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x