افغانستان

خوست: ځانګړو ځواکونو يوځل بيا دوه ملکي وګړي وژلي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هيواد په بيلابيلو ولايتونو او په ځانګړې توګه په خوست ولايت کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژنو په دوام دا ځل بيا په دې ولايت کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د خوست ولايت مرکز اړوند خوني خوړ سيمه کې ضربتي عسکرو د روح الله او نور الرحمن په نامه دوه تنه په خپل کور کې د چاپې پرمهال وژلي دي.

له پيښې وروسته نن د سيمې خلکو چې د وژل شويو ځوانانو جسدونه يې د تدفين لپاره هديرې ته انتقالول د حکومت په خلاف يې شعارونه ورکول او په خوست کې يې د ملکي وګړو د وژنو د بندولو غوښتنه کوله.

دوی ويل چې په خوست کې د ملکي وګړو د وژنو پيل شوې سلسله دې ژر ترژره بنده شي او حکومت دې بې ګناه ملکي وګړي نه وژني.

د سيمې خلک وايي چې وژل شوي کسانو د ورځې مزدوري کوله او د خښتو په يوه بټۍ کې يې کار کولو او هيڅ وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.

بايد وويل شي چې نږدې هره ورځ د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې عام ملکي وګړي د امنيتي ځواکونو له لوري وژل کيږي خو د کابل حکومت يې په اړه چوپه خوله دی.

په خوست کې هم په تېرو څو اوونيو کې په پرله پسې توګه د ضربتي عسکرو له لوري د ملکی وګړو د وژلو راپورونه ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په شپه هم د خوست په ښار کې ضربتي ځواکونو يو ډاکټر په خوست ښار کې له خپل کلينک څخه وړی و او له هغه وروسته يې صحراباغ ته څېرمه په يو خوړ کې وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x