افغانستان

ولسي جرګې لسو نوماندو وزیرانو ته د باور رایې ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسي جرګې هغو لسو نوماندو وزیرانو ته د باور رایې ورکړې، چې په تېرو دوو اونیو کې يې خپلې طرحې یادې جرګې ته وړاندې کړې وې.

د ولسي جرګې په نننۍ ځانګړنه ناسته کې د رایو په صندوقونو کې د باور رایو په اچولو سره وکیلانو محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت ، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت ، اسدالله خالد  د ملي دفاع وزارت ، مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت ، معصومه خاورۍ د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت، بشیر احمد ته ینج دکار او ټولنیزو چارو وزارت، محمد قاسم حلیمي د حج او اوقافو وزارت او نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ او پانګونې وزارت د وزيرانو په توګه تایید کړل.

ولسي جرګې د نوماندو وزیرانو د بریا لپاره د رایو نصاب ۱۲۴ ټاکلی و؛ خو زیاتره وزیرانو ته تر نصاب زیاتې ورکړل شوې چې د ځینو د باور د رایو شمېر ان تر ۲۰۰ پورې رسېد.

د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» په نننۍ ناسته کې ټولو بریالیو وزیرانو ته مبارکي ورکړې او ادعا يې وکړه، چې وکیلانو د کابینې د بشپړولو او د بنسټونو د غښتلي کولو په موخه وزیرانو ته رایې ورکړې.

د ولسي جرګې وکیلانو که څه هم تر دې وړاندې ژمنه کړې وه، چې دوه  ګوني تابعیت لرونکو او «مفسدو وزیرانو» ته به رایې نه ورکوي؛ خو اوس د یادې جرګې له لوري د تایید شویو وزیرانو په ډله کې يې ځيني یې داسې دي، چې تر دې وړاندې د فساد تورونه ورباندې پورې شوي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غلامانو او د مظلوم ولس قاتلانو وکیلانو غلامو او د مظلوم ولس قاتلینو ته د لا نورو وژنو، فساد او ګډوډیو د باور رایوی ورکړی او ژمنی یی ورسره وکړی چه مونږ هم درسره ملګری یو په دی شرط چه زمونږ فیصدی پکی سر له اوسه مشخص شوی وی مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x