شعـــــرونه

که وچې للمې ته جانان دى باران/ محصل

صابر جان محصل

که وچې للمې ته جانان دى باران
داسي ژونديو ته درمان دى باران

دښتو ته سره ګلان او مينه ورکړي
ښار ته درمل بيا د لقمان دى باران

که نباتاتو ته د ژوند سبب دى
روح ته سکون او اطمينان دى باران

د نعمتونو  فارموله يى ګڼم
ځکه رحمت د عاليشان دى باران

زموږ قدمونه يى مظبوط ساتلي
د  بدرينو  له کاروان دى باران

تل دي اوريږي د صابر په هيواد
ډک له مستيو ښه زمان دى باران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x