افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکايي چارواکي توافقنامې ته د ژمنتیا او د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه له طالبانو سره غږېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر «مایک پمپیو» سره لیدلي او د بین الافغاني مذاکراتو او د طالبانو د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه یې ورسره خبرې کړې.

په ټولنیزو رسنیو باندې خپرو شویو انځورونو څخه څرګندېږي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند»، د مذاکراتي ټیم مشر «شیخ عبدالحکیم»، د مذاکراتي ټيم مرستیال «شیرمحمد عباس ستانکزي» او د مذاکراتي ټیم دوو تنو غړو «ملا فاضل مظلوم او سهیل شاهین» ګډون درلود او د مایک پمپيو تر څنګ خلیلزاد او یو بل امریکايي جنرال هم شته وو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټويټر لیکلي، چې دغه ناسته نن په دوحه کې د ماښام له لمانځه وروسته شوې او په مهال یې د « د دواړو لوريو تر منځ د شوې توافقنامې پر اهميت او هغې   ته د دواړو لوريو د ژمنتيا په اړه خبرې وشوې، د تور ليست د ختمېدو، دپاتې بنديانو د آزادئ ، همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو اړونده موضوعاتو په اړه» بحثونه وشول.

ورته مهال خبري سرچینې وایي، چې له طالبانو سره د ناستې تر څنګ پمپيو د کابل د مذاکراتي ټیم له مشر سره هم لیدلي او د قطر د امیر او بهرنیو چارو وزیر لیدو ته هم ورغلی، چې په ټولو ناستو کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې شوې.

دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو له نږدې دوه میاشتني ځنډ وروسته د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل په اړه هوکړه کړې او د کابل ټیم د طالبانو او امریکا تړون د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث منلی.

ورته مهال امریکا له طالبانو سره د کړې توافقنامې په بنسټ، له افغانستانه د خپلو زرګونو عسکرو د ایستلو اعلان هم کړی او امریکایي چارواکو هیله ښودلې، چې د راتلونکې کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې به افغانستان کې یوازې دوه زره پنځه سوه تنه عسکر پاتې وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پاتی طالبان لا نور پسی څوک دی. حکومت د پنځو زرو د خلاصون په مقابل کی څه ګټه وکړه چی نور بندیان هم خوشی کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx