افغانستان

هرات کې د سړک غاړې بمي چاودنې ۳ تنه  وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د ۳ تنو ملکي وګړو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د سیمه ییزو چارواکو په خبره دا پېښه نن ماښام د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ملکيانو د سپرلۍ یو موټر د دولتي عسکرو د کاروان څخه د تېرېدو په حال کې ؤ، چې چاودنه ورباندې وشوه.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شیرزوی رسنیو ته ویلي، له  دغې پېښې څخه ۳ تنه مړي او ۳ ټپیان ۶۰۰ بستریز حورزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

که څه هم د هرات د والي ویاند عبدالأحد ولي زاده ددې پېښې علت د سړک غاړې ماین یادوي؛ خو خپلواکو سرچینو تراوسه دا خبره نه ده تایید کړې چې آیا دغه موټر د دولتي عسکرو لخوا په راکټ ویشتل شوی او که د سړک غاړې ماین باندې ختلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د سړک د غاړې بمی چاودنی به د کومو نامردو اجیرو کار وی چی په مخامخ جګړې کی نشی جنګیدای بیا یا بمونه ژدی او یا هم انتحار کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x