روغتیا

روغتیا پوهان په کاغذي پيالو کې د چای څښلو په اړه د خطر خبرداری ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): روغتیا پوهانو خبرداری ورکړی چې په کاغذي پيالو (Disposable) کې چای یا کافي څښل یوازې اضافي پیسې نه خرچ کوي بلکې په دې کې شته د پلاستیک زرګونه کوچنۍ ذرې چې ستاسې خیټې ته ځي د روغتیا لپاره خطر پېښوي.

یوې نوې څيړنې کشف کړې، په کاغذي پیالو کې ګرم څښاک په څو دقیقو کې د پلاستیکي ذرو سره ککړ کېدلی شي، او دا ککړتیا د پیالې داخلي استر څخه رامنځته کیږي چې د اوبو پر وړاندې مقاومت کوي او ددې په څرخولو کې ستونزې رامنځته کوي.

پوهانو د څیړنې د اثبات لپاره یوه پیاله کې ۱۰۰ ملي لیتره ګرم څښاک واچول او او د ۱۵ دقیقو لپاره یې پریښود، دا هغه وخت دی کله چې خلک غواړي خپل ګرم څښاک (چای یا کافي) ختم کړي.

کله چې څیړونکو دغه ګرم څښاک پر یوه پیاوړي مایکروسکوپ معاینه کړل، دوی په اوسط ډول په هره پیاله کې ۲۵۰۰۰ کوچني پلاستیکي ذرات (چې په سترګو نه لیدل کیږي) وموندل.

د لویدیځ بنګال ایالت په خاګپور ښار کې د هند ټکنالوژي انستیتیوت څیړنې مشرې ډاکټر سودا ګویل ویلي، په اوسط ډول که یو کس هره ورځ په کاغذي پياله کې درې وارې چای یا کافي یا بل ګرم څښاک وڅښي، د پلاستیک داسې کوچنۍ  ۷۵ زره برخې چې په سترګو نه لیدل کیږي تیرې کړي، چې دده لپاره ستر خطر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

وروره
کاغذی پیالې او پلاسټیکی پیالې دوه بېل بېل څیزونه دی.
په کاغذی لوښو کی پلاسټیکی مواد نه دی کارول سوی نو ځکه د پلاسټیکی لوښو پر ځای د کارولو لپاره تولید سوی دی. هغه څه چی په پورته څیړنو کی ور ته اِشاره سوېده مقصد ئې پلاسټیکی لوښی دی نه کاغذی لوښی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x