روغتیا

ورځني عادتونه چې د هډوکو ماتېدو «فریکچر» مخه مو نیولی شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ناروغیو د کنترول او مخنیوي د مرکزونو په وینا، اوسټیوپوروس یوه ناروغۍ ده په کوم کې چې هډوکي کمزوري او ماتیږي، چې له ۶۵ کلنۍ څخه پورته په څلورو کې پر یوې ښځې تاثیر کوي.

د ارتوپيډیک (هډوکو ډاکټران) وایي، هغه عادتونه چې هډوکي پياوړي کوي له ماشومتوبه پېل کیږي او د راتلونکې لپاره د هډوکو پياوړتیا ته لاره هواروي، په دې کې لومړی د کلسیم او ویټامن D خوړو تعقیبول دي، ځکه چې دا د هډوکو په پياوړتیا کې زیات د اهمیت وړ دي.

دوی زیاتوي، د لویانو لپاره هره ورځ ۱۲۰۰ ملي ګرامه کلسیم خوړل اړین دي، په داسې حال کې چې ۸۰۰ واحدونه ويټامن ډي د زیاترو لپاره کافي کیږي.

له کلسیم څخه ډک خواړه لکه شیدې، پنیر، د مالټې جوس، شنه سابه یا پالک، هګۍ، ټونا ماهي او کاهو دي، په داسې حال کې چې د ویټامن ډي بشپړولو لپاره د لمر وړانګې زیاته مرسته کوي، کوم چې د ځینې خوراکي رژیم څخه هم ترلاسه کیدی شي.

خو بالعكس د هډوکو ټینګ نه ساتلو، د نري او کمزوري کولو یو لامل په سګریټ یا شراب څښلو کې افراط کول دي، که چیرې تاسې سګریټ یا بله کومه نشه کوئ د وخت په تېریدو مو هډوکي کمزوري او په اسانه ماتېدلی شي. همدا ډول ذهني فشار، د شکر ناروغي او داسې نورې ستونزې هم د هډوکو د کمزورۍ لامل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x