نظــر

د انتخاباتو دیګ بخار په چاودون دی

پرون مازدیګر ناوخته د جولای اوومه  بالاخره د انتخاباتو کمیسیون کمشنرانو سر په تلي کیښود، سل زړونه یي یو کړل او دټاکنو پایلې یي اعلان کړې،د دوشنبې ورځ د ورداتي دموکراسۍ په تاریخ کې ترټولو سرګردانه او له هیجاناتو ډکه وه، د امریکا سفیر لکه د کمیسیون استازی چې وي ورځ یي د ټاکنو کمیسیون په مرکز کې تیره کړه،د ټاکنیز جوړجاړي لپاره راغلی د امریکا د سنا مجلس لوړرتبه غړی کارل لیون هم خورا سرګردانه او بوخت و، د یوناما مشر یان کوبیش خو درسته ورځ لکه د جولا ماکو تر شیرپور او ټاکنو کمیسیون پورې تلو راتلو، نوموړي هڅه کوله د معترض کاندید التهاب په کنترول کي وساتي،د انتخاباتي پروسې په مهمه ورځ د بهرنیوپه تیره دامریکایانو دومره سرګرداني او دخالت د طالبانو په هغه خبره دتایید مهر ولګاوو چې ویلي یي وو انتخابات افغاني نه بلکی امریکايي پروسه دي، ټاکنې به د امریکا په خوښه کیږي د افغانانو له رایو به یوازې د تزویر لپاره کار واخیستل شي نور به نهایي تصامیم بیا هم امریکایان نیسي، دا چې پرون دامریکا سفیر ورځ د ټاکنو کمیسیون په مرکز کې تیره کړه معنی یي هم دا وه.

د ټاکنیزو پایلو له اعلان له وروسته چې اشرف غني په کې په ۵۶ فیصده مخکښ اعلان شو، له دواړو متخاصمو ډلو روژه ماتی پاته شو او ددموکراسۍ په ویر اخته شول، که داشرف غني ډلې په فرضي روژه او د روژه ماتي په متبرک وخت کې په اتڼو او ګډاګانو  پیل وکړ، دناکام اعلان  شوي ډاکټر عبدالله د ډلې بیا اشتهاء دومره وسوزیده چې د روژه ماتي په ځای یي کابل ښار ته لاریونونه راوایستل،د کلوله پشتې او خیرخانې په نوروسیمو دمسلحو کسانو موټریز کتارونه په ښار راووتل، عجیبه دا وه په دې موټریز لاریون کې ګڼ شمیر دپولیسو رینجر هم شامل و، معترضوکسانو  مرګ به کرزی ، مرګ به اشرف غني چیغي وهلې، هوایي ډزې یي کولې او دخلکو دروازې یې په ډبرو ویشتې،د روژې ماتې په مهال د کابل په کوڅو کې د وسلو ډز او ډوز ښاریان یوځل بیا د نویمو کلونو دکوڅه واکۍ شیبو ته ستانه کړل، کابل یوځل بیا د کوڅه ګښتو ټوپکیانو شاهد و.

د پایلو له اعلان وروسته خبر خپور شو چې دکابل امنیه قومندان جنرال ظاهر د کرزي په امر له دندې ګوښه شوی دی، دوه ورځې مخکې امرالله صالح ویلي و چې پولیس له موږ سره دي او موږ به د وسلې په زور عبدالله عبدالله پاچاهي ته رسوو، د خیرخانې په لاریون کې د پولیسو او رینجرو شرکت هم داسې ښودله لکه دکابل پولیسو چې د عبدالله  د ډلې به ګټه ګام پورته کړی وي، یو شمیر رسنیو ولیکل چې د امنیې قومندان هڅه کوله په حامد کرزي کودتاه وکړي نوځکه  له واکه لرې شوی دی.

د شپې په اوږدو کې چي ټاکنیز بحران د ټولو دموکراسي پلوو  خوبونه تښتولي و د پایلو داعلان په اړه دغبرګونو لړۍ پیل شوه، د بلخ والي عطامحمد نور چې ترهمدې نیټې یي ځان دوآتشه ډموکراټ باله، هغه چې دډموکراسۍ له شوقه یي مسنونه ږیره ، جهادي څڼې او افغاني لباس قربان کړی و، کله یي چې په دموکراسۍ کې بایلات ولید بیرته یي د مقاومت سرینده پیل کړه، نوموړی ګواښ وکړ چې په بلخ کې به موازي حکومت جوړ کړي، او دپاچاهي دترلاسه کولولپاره به که ضرورت شي خپل سر هم قربان کړي، نو موړی د جنرال فهیم غوندې غره ته دختلو خبره ځکه ونه کړه، چې د دره صوف، سنګ چارک او بلچراغ غرونه اوس له طالبانو ډک دي، نوځکه عطامحمد ته په کې ځای نه دی پاته ، نوموړي په خپل فیسبوک خورا تونده اعلامیه نشر کړه خو معلومه نه ده چې نوموړی به خپله مبارزه له کومې نقطې پیلوي.

ډاکټر عبدالله چې ګل اغا شیرزی،زلمی رسول ، محمد محقق او نور یي هم ترڅنګ ناست و به یوه غبرګون کی یي دپایلو له منلو انکار وکړ او د وروستۍ لارې په توګه یي د جلا حکومت جوړولو خبرې ته اشاره وکړه، دعبدالله ډلې په ټوله کې د پایلو اعلان نرم افزاري کودتا بللې او دجلا حکومت جوړولو ګواښ یي کړی د عبدالله یوه ویاند په  خپل فیسبوک لیکلي: ګزینه تشکیل یک حکومت موازي را روی دست داریم.

له  بلې خو د اصلاحاتو د ټیم مخکښ غړي احمد بهزاد هم ویلي چې د سه شنبې په ورځ به عبدالله عبدالله د ولسمشر په حیث اعلانوي او جلا حکومت به جوړوي .

تراوسه معلومه نه ده چې دعبدالله دډلې جلا حکومت به څنګه او چیري وي، په داسې حال کې چې حامدکرزی په ارګ کې ناست دی، اشرف غني ځان کامیاب ولسمشر بولي او عبدالله عبدالله هم د موازي حکومت جوړولو خبره کوي، داسي ښکاري لکه دقدرت لیونیان  چې یوځل بیا کابل د نویمو کلونو وضعیت ته ستنوي، هغه مهال چې په یوه کابل کې څلور پاچاهۍ چلیدې، په مکروریانو کې د دوستم پاچاهي وه، په ارګ کې دمسعود پاچاهي ، په کوټه سنګي کې مزاري پاچا و، او په چهاراسیاب او ریشخورو د حکمتیار راج چلیده .

د کوڅه واکۍ خطر ځکه جدي او خطرناک دی چې په دواړو ډلو کې داسې کسان شته چې د محلي پاچاهیو تجربه او سابقه لري،که د عبدالله په ډله کې د برهان الدین رباني د ګرځنده پاچاهۍ ډیر عناصر راټول دي، له اشرف غني سره بیا د دوستم ، جبار قهرمان ، پاچاخان ځدراڼ او منصور نادي غوندې د اقتدار لیونیان ملګري دي چې دقدرت ترلاسه کولو لپاره له هیڅ کړنې هم مخ نه اړوي.

د تیر ځل کوڅه واکۍ د افغان اولس ملي پاڅون  چې دطالبانو دتحریک په بڼه یي ظهور وکړ لاره هواره کړې وه معلومه نه ده چې داځل کوڅه واکي  او موازۍ واکمنۍ به کومې پایلې له ځان سره راوړي.. . . خدای دې مل شي د وطن او دملګرو !

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زخمی افغان صاحب السلام علیکم : په ګوتو او قلم دی برکت شه ، ډيره ښکلی لیکنه وه ډیره می خوښه شوه ، زه به هم ورسره زیات کړم او لا به کومه لیکنه ولیکم که وخت راسره قالی ونکړی : ستاسی د لیکنی د ټولو محتویاتو سره موافق ځکه یم چه څيړنه نه ده د سترګو لیدلی حال دی تاسی هغه لیکلی چه په سترګو مو لیدلی ، خو زما په عقیده د سترګو لیدلی حال تر شاهم عوامل او خوځښتونه شتون لری چه د سترګو لیدلی حال یی زیږولی دی . مونږ پرون د هماغه عواملو په هکله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x