روغتیا

برازیل ته د کرونا ضد چینایي واکسین رسېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې چین د کرونا د مخنیوي لپاره خپل چمتو کړي واکسین د سویلي امریکایي هېواد برازیل ته رسولي دي.

د برازیل مشهور ښار سان پاولو ته پر واکسینو د یو لړ اختلافاتو سربېره د ۱۲۰ زره ډوزه یا خوراکه د کرونا ضد واکسین رسېدلي دي چې ډیر ژر به ناروغانو ته ورکړل شي.

د برازیل د روغتیا وزیر ادواردو بازویلو وایي چې هغه به هېواد کې د اعتراضونو سربېره د چین د واکسین د پراخ ملي کمپاین د یوې برخې په توګه چینایي واکسین اضافه کړي.

چین تر دې دمه د کرونا ضد واکسینو د اغیزمنتیا د فعالیت درجه نه ده اعلان کړې خو د ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی و چې دغه هېواد پر شاوخوا یو ملیون کسانو دغه واکسین په بیړني حالت کې کارولي دي. خو تر دې دمه د درملو د تولید هیڅ نړیوال شرکت په دې اړه اړین طبي موافقې نه دي ترلاسه کړي، تر څو پرې خلک د واکسینو د پراخ استعمال لپاره باوري کړي.

خو له دې وړاندې د برازیل هېواد له چین غوښتي وو تر څو په دغه هېواد کې ددوی لخوا د کرونا ضد واکسین وازمایي، خو د هېوادوالو له ژورو اختلافاتو وروسته دغه ازموینې درول شوې وې چې اوس یې د کاروني ترتیب نیول شوی دی.

باید وویل شي چې اوسمهال په نړۍ کې د کرونا ضد واکسینو په اړه ځینو شرکتونو د روغتیا نړیوال سازمان څخه رسما موافقه ترلاسه کړې، او وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د وینا سره سم د کرونا ضد واکسین استعمال به د راتلونکې دیسمبر میاشتې په پېل کې د ځینې بیړني حالت لپاره پر ناروغانو وکارول شي.

برازیل له کرونا وبا څخه د نړۍ دوهم زیات اغیزمن شوی هېواد دی چې له ۱۶۹ زرو زیات کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x