نړۍ

سعودي له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته تيار دی، خو په يوه شرط

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان آل سعود رویټرز خبري اژانس ته ويلي، هېواد يې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته په بشپړه توګه چمتو دی، خو په دې شرط، چې لومړی د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې تړون وشي او فلسطينيانو ته د هغوی حکومت په درنښت جوړ شي.

نږدې دوه مياشتې مخکې متحده عربي اماراتو او بحرين او ورپسې سوډان د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو تړون وکړ.

تر دې وړاندې مصر په ۱۹۷۹، اردن په ۱۹۹۴، متحده عربي اماراتو، بحرين او سوډان په ۲۰۲۰ کال کې له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو تړونونه لاسليک کړل.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د سعودي په شمول پنځه نور عربي دولتونو هم له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو ته چمتووالی ښوولی دی.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې هېواد يې له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو ته حاضر دی، خو لومړی بايد د فلسطين قضيه حل او فلسطينيانو ته د هغوی حکومت په درنښت جوړ شي.

سعودي د امريکا له راتلونکي ولسمشر جوبايډن څخه هم هيله کړې، چې د منځني ختيځ وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ويلي، چې يو شمېر نور منځلاري عربي دولتونه هم له دوی سره د اړيکو جوړولو لپاره تيار دي.

 

نتنياهو له عربي دولتونو سره د اړيکو رغول ستره لاسته راوړنه بللې او زياته کړې يې ده، چې له عربي دولتونو سره د اړيکو له امله به د منځني ختيځ نقشه هم بدله شي او اسرائيل به د ځمکنيو او فضايي محدوديتونو له ستونزو راووځي.

سعودي که څه هم له اسرائيلو سره رسمي اړيکې نه لري، خو بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو ته د اسرائيلو تلونکې الوتکې د سعودي له فضا تېريږي.

د فلسطين سربېره په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x