افغانستان

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یو نظامي موټر د مقناطیسي ماین هدف ګرځول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په لسمې او یوولسمې امنیتي حوزو کې د مقناطیسي ماین چاودنو له امله دوه موټر ویجاړ شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د کابل ښار امنیه قومندانۍ مسئولین وايي، نن سهار شاوخوا شپږ بجې د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې لومړۍ حصې اړوند سیمه کې پر یو سراچه ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې موټر ویجاړ او چلوونکی ټپي شوی دی.

د چارواکو په وینا ورپسې لږه شېبه وړاندې د سهار په اوو نیمو بجو د کابل هوايي ډګر پر سړک د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پوځ پر یو رینجر موټر هم د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې رینجر موټر زیانمن شوی؛ خو ځاني تلفات یې نه اړولي.

کابل ښاریان نن ورځ هم په داسې مهال د چاودنو په غږونو سره پیلوي، چې تیره ورځ د ښار په مرکزي او ګڼ میشتو سیمو له یو سوزکي ډوله موټر څخه شاوخوا ۲۳ توغندي وویشتل شول، چې له امله یې ۸ تنه ملکیان مړه او ۳۹ نور ټپیان شول.

که څه هم داعش ډلې ته منسوب یو پیغام کې ددغو توغندويي بریدونو پړه داعش ډلې په غاړه واخیسته؛ خو د چارو شنونکي د برید نوعیت ته په کتو اندېښنه څرګندوي چې دا برید هم د حکومت دننه د سولې ضد کړیو لخوا ترسره شوی بولي.

په ورته مهال طالبانو د تیرې ورځې توغندويي بریدونو کې لاس لرل رد کړي وو او څرګنده کړې یې وه، چې دوی په ګڼ میشتو ځایونو کې هیڅ راز بریدونو ته اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x