شعـــــرونه

سکون د کړاوونو پيوستون کې لټوو/ نظام کندهاری

نظام کندهاری

سکون د کړاوونو پيوستون کې لټوو
د مينې د بري راز په اورتون کې لټوو

دا ځکه سپيني تلي په سکروټو باندي سوځو
رضا د الإعداد په روزنتون کې لټوو

يو تږي خو د روح تنده مو دلته نه ماتيږي
جامونه د وصال په عِلّـِيُون کې لټوو

وارونه مو غليم ته ځکه رَجمُ الشَّيَاطِين شول
هدف ته رسېدل حربي مضمون کې لټوو

بليږو لکه شمعي، څو رڼا نورو ته ورکړو
او خپل ځان ته رڼا په بل ژوندون کې لټوو

جنګي او سِيَاسي بريا مو خپله کړل نظامه
تدبير د افلاطون په سپين جنون کې لټوو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx