شعـــــرونه

زړۀ دې په ما مۀ تړه زۀ یم لاروی د لارې/ ملنګ

دانش ملنګ

زړۀ دې په ما مۀ تړه زۀ یم لاروی د لارې
یو مسافر د ژوند! رمه ترمخ کوچی د لارې

زما له عمر نه خبر نه یې چې څومره پاتې
ماته څو ګامه مخکې ښکاري خپل مرګی د لارې

دلته زما د ماشومتوب خپ د خپوړو شته لا
هاپورې ګورې د غرۀ ډډه کې کورګی د لارې

چاچې اغیار ته په دې لاره کې کرل بمونه
اوس هغه نه پرېږدي په لاره کې اغزی د لارې

د ثبات غږ پرې لږېدلی و چې څانګې ښوري
دانش ملنګه پرې زرغون شو وچ لرګی د لارې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x