نړۍ

 د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان شارزدافېر احضار کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هند د بهرنيو چارو وزارت په نوي ډيلي کې د پاکستان سفارت شارزدافېر احضار کړی او رسمي احتجاج ليک يې ورسپارلی دی.

هندي رسنۍ وايي، تېره شپه د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان شارزدافېر ته په خپل احتجاجي ليک کې ويلي، پاکستان دې پر خپله پوله د وسله‌والو ډلو مخنیوی وکړي او بايد هند ته يې له داخلېدو منعه کړي.

هندي چارواکي وايي، د هند تر ولکې لاندې کشمير کې يې د جیش محمد د ډلې څلور جنګيالي هدف ته له رسېدو مخکې وژلي دي او غوښتنه يې کړې، چې پاکستان بايد نړيوالو تعهداتو ته خپله ژمنتيا وښيي او د داسې ډلو د فعالیت مخه ونيسي.

تېره اونۍ د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم ويلي و، هندي عسکرو پر خپله خاوره څلور پاکستاني جنګيالي وژلي، چې غوښتل يې ستر خونړی برید وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نريندرا مودي ادعا رد کړې وه او هغه يې بې بنسټه بللې وه.

د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې د هند د لومړي وزير ادعا نهيلې کوونکې بللې وه او تور يې پورې کړی و، چې هند غواړي تر خپلې ولکې لاندې کشمير کې له دولتي ترهګرۍ څخه د نړيوالو توجه بل لور ته واړوي.

د هند او پاکستان ترمنځ يو ځل بيا د تورونو پورې کولو لړۍ تونده شوې او دواړه لوري یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورونوي.

تېره اونۍ هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د پوځ وياند تورنجنرال بابر افتخار په ګډه خبري غونډه کې پر هند تور لګولی و، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي او پاکستان کې د ترهګريزو پېښو تر شا يې د هند لاس بللی و.

خو د کابل حکومت او نوي ډيلي دواړو د پاکستان دغه تورونه رد کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx