دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«دوهمه برخه»

اسدالله رزین

او بې له نبوته د انسان د ژوند انساني اړخ کله هم نه شي جوړیدای.
همدغه دلیل دی چې د انساني ژوند هره شیبه د نبوت په پلوشو کې تیریده.
ترڅو د انسان هغه لورته لارښوونه وشي کومه چې الله(ج)ورته خوښه کړې وه. الله تعالی هر نبي ته د هغه د منصب په تناسب د آسمانو او ځمکې لیدنه ور نصیب کړې وه.

هغه قادر ذات ټولې مادې پردې له مخه لرې کړې او هغه حقیقتونه یې د سر په سترګو ورولیدل، هغه چې دوی یې د په غیب ایمان راوړو د بلنې لپاره ګمارل سوي و. ترڅو چې د هغوی مقام او رتبه د یوه فلسفي له رتبې څخه په ټوله معنی بیله سي.

فلسفي هرڅه د قیاس او ګمان په مټه وایي، خو انبیاء(ع) هرڅه په مستقیم ډول د علم او لیدو کتو په بنیاد وایي. هغوی خپلو امتیانو ته په پوره یقین او زړورتوب سره وایي چې په دې هرڅه موږ خبر یو، پرې پوهیږو ځکه چې دا ټول زموږ سترګو لیدلي حقیقتونه دي.

د نبي کار پیغام رسول او پیغام د الله و، نبي هم دغه اسماني زیری بې له کومې لاسوهنې د یوه الهي امانت په ډول د هغې لارښوونې په رڼاکې چې ورته سوې وه انسان ته ورساو او په دې ظاهرا له ستونزو ډک سفر کې یې څومره چې ورته اړتیاوه سرشندنه ومنله او د ځمکې مخ یې د الهي وحې په انوارو منور او انسان یې له هلاکت او دربدرۍ څخه وژغوره.

د بشر ښوونکو له آدم(ع) تر محمد رسول الله(ص) پورې په هره زمانه او هر قوم کې چې توظیف سول، ټولو یوې بلنې ته انسانیت را و باله او هغه دا چې: (یا قوم اعبد والله ما لکم من اله غیره) د الله بندګي وکړي او له هغه پرته تاسې کوم بل خدای نه لرئ.

ابراهیم(ع) هم خپل قوم ته دغه بلنه وړاندې کړه. چې: زما او ستاسې ترمنځ د شراکت او مرستې هیڅ امکان نسته ترڅو چې اصلي خبره یعنې ایمان په خدای و نه منئ. موسی(ع) هم خپل قوم ته دغه بلنه ور کوله، عیسی (ع) خپل د روم غلام قوم بنی اسرائیلو ته د رومي امپریالیزم د مخالفت، د ښمنې، مقابلې او آزادۍ اخستلو بلنه ور نه کړه. بلکې ور ته ویې فرمایل:

(ان الله ربي و ربکم فاعبدوه هذا صراط مستقیم) العمران ۵۱.
دغه پیښې چې قرآنکریم یې بیان کړی ده ټولې زموږ او تاسې د نړۍ پیښې دي او د دغسې انسانانو پیښې دي لکه موږ او تاسې. دا هیڅوک هم نشي ویلای چې په هغو هیوادونو او قومونو کې چې انبیاء(ع) ور ته ورغلي وو، په هغو کې به حل ِغوښتونکې سیاسي، مالي، اجتماعي او مدني پیښې نه وې چې مخ ور اړول سوی وای، نو سره له دې چې وي. د اسلامي تحریک ښوونکو په هره زمانه او قوم کې هغه له نظره واچولې، یوازې هغه یوه مسئله یې مخې ته کیښوده او خپل ټول زور او خواک یې هغې ته خاص کړ. ځکه د هغوی له نظره هغه مسئله ام المسائل وه او د ژوند نور ټول مسائل او حل يې په هغې پورې تړلي او موقوف بلل.

الله تعالی(ج)دنبي سرشندنو ته دومره ارزښت ورکړ چې حتی خپل عملي اطاعت یې د نبي په اطاعت کې ونغښت.

ترڅو د الهي فرمانونو د اجراء، دودیدو او تطبیق لپاره  یوه کوچنۍ شیبه هم د انسان په ژوند کې نه وي پاته چې هلته نبي او پیغام او یا یواځې پیغام نه وي رسیدلی او همدغسې هم وشول او د هوډمن، موخن او هوښیار انسان د جوړیدو ډیر عالي او د منلو وړ چوکاټ جوړ او په پایله کې یې په یاد شویو ستاینو ستایلی انسان منځ ته راغی.

چې کله هم بیا د دښمن د مکارو او اشتعالي دسیسو ښکار نه سو، په فکري غذا سمبال انسان د انساني هیلو د ترسره کیدو مزل لنډ کړ.

یاد انسان، انسان په خدای او رسول د مشرتابه د ایمان راوړلو نړیوال پیغام ټول انسانیت ته ورساوه.

انسان یې د انسان له بندګۍ د یوه خدای بندګۍ ته را ویوست، له تیارو یې رڼا ته بوتلو، له جهالته یې نجات ورکړ او د علم او معرفت په لار یې سم کړ، د انسان فکر یې هغې خطا او اشتباه ته ور وګرځاوه، د کوم په پایله کې چې د نړیوال مشرتابه واګې د یوه نا بښونکي غفلت په کولو سره له لاسه ور کړي. چې په   تاوان کې یی نه یوازي مسلمان بلکې هر انسان ونډه و لرله.

فکر سمبال انسان په نفسیاتي ډول دیر غښتلی ، زړور او ترنظریی جاریدوته چمتو وي. د ژوند موخه یی وي، سنجیده ، با وقاره او موقع پیژندونکی وي. نه ډاریږي او نه مشتعل کیږي. د دښمن بد ایسي. او تل یی ځان ته د خطر زنګ بولي او په مغزو کې یی شین وي.

د همدغه انسان په شتون کې ډیر لرې هم بری نه ویني او ډیر نهیلی وي، نو ځکه په ټول توان سره زیار باسي چې مخه یې ډب او د سرچینو په هکله یې شکونه او اندیښنې را ولاړې کړي، ترڅو چې په انساني ضمیر کې د ویښتابه زړي زرغونه نه سي.

ځنې حقیقتونه داسې وي چې د چا په واک کې نه راځي، له وختي ځنډ او خنډ سره مخامخ کیږي، خو پاته کیږي نه، هر وخت روغ رمټ، ثابت او خلل ناپذیر وي.

ددښمن له دښمنۍ نه اغیزمن کیږي، په خپل طبعي مسیر باندې تلنه خامخا حکم ته په مننه کې سرته رسوي لکه: د زړه خوځښت، د لمر حرارت، روښنايي او نور.

دا د زړه او لمر په واک کې نه بلکه د حکم تابع وي، خامخا به زړه خوځیږي او لمر به حرارت او روښنايي لري، انسان او جهان به جسما ژوندي ساتي، خو په دغه جهان کې د انسان بدني ټوکیدنه او زرغونیدا د انسان حقیقت نه بلکه یواځې د اخلاقي او معنوي حقیقتونو د ظهور مظهر ده.

اخلاقي او معنوي حقیقتونه او ټول انساني ارزښتونه بې له شکه په نبي او وحيې پورې اړه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x