افغانستان

دایکندي کې هوايي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د دایکندي ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو هوايي بمبار له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵ ملکیانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز خلک او  طالبان وايي، دولتي الوتکو وړمه شپه د ګیزاب ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د ولسي خلکو په کورونو درنه بمباري کړې، چې له امله یې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اووښتي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو ټویټ کې ویلي، چې په دغو هوايي بریدونو کې د ۲ میرمنو او ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکیان «شهیدان» شوي او  ۲ نور ماشومان ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ د ولسي خلکو ۳ بابه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي الوتکې په ولسي خلکو بمباري کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د دولتي عسکرو په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او تعلیمي مراکزو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د تاوتریخوالي او پوځي عملیاتو شدت ښايي مذاکراتي پروسه تر خپل سیوري لاندې راولي او کیدای شي چې ددې پروسې د ناکامۍ لامل هم وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x