افغانستان

کندهار: پولیسو د ولایتي شورا یو بریالی نوماند وژلی

د کندهار په څلورمه امنیتي حوزه کې ولایتي شورا تر بریالی شوی نوماند د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

د کندهار امنیتي مسوولین پېښه مني او وايي چې دغه بريالی شوی نوماند تېره شپه یوه بجه خپل کورته په لاره و، چې په څلورمه امینتي حوزه کې د یادې حوزې د پولیسو له لوري په ډزو ووژل شو.

د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي چې بریالی شوی نوماند خان محمد افغان نومېده چې د څلورمې حوزې اړوند په حضرت جي بابا سیمه کې د پولیسو له لوري ووژل شو.

د نوموړي په وینا د خان محمد قاتل نیول شوی دی او پوښتنې ترې روانې دي.

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ هم دکندهار په اتمه امنیتي حوزه کې د یادې حوزې د پولیسو قومندان قدرت یو افغان سوداګر عتیق الله د باج نه ورکولو له امله تر مرګه ډبولی دی.

په کندهار کې له پولیسو شکایتونه د بل هر ولایت په پرتله خورا ډېر دي، د کندهار پوهنتون یو تن محصل امین الله وایي چې په کندهار کې څوک تر پولیسو بې اجازې موټرسایکل مخکې کړي. پولیس د ودرېدو غږ پرې کوي که يې ودرولو نو د موټر سایکل ګرم سلنسر پرې ښکلوي او که ونه درید، ډزې پرې کوي.

د چارو د شنونکو له قوله د پولیسو ورته چلند د حکومت او ملت ترمنځ فاصله لا پراخه کړې ده. چې په پایله کې يې ولس د دولت له مخالفینو سره په پوره اخلاص مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x