نظــر

شهید مژده؛ مګر په مرګ دې هېر کړو!

استاد محمد زمان مزمل

خدای بخښلي مژده سره د جهاد له پیله اشنا شوم او تر دغې ورځې چې زه یې په یو تور ماښام کې په وینو ککړ ګرېوان او جسد ته ودرېدم تر دغې ورځې پورې مې یوه ورځ هم ورسره خوابدي نده شوې آن په هاغه ورځو کې چې زما پر ضد یې یوه طنزیه قصیده ولیکله او زه یې مخاطب کړی وم:
کارِ و کار کرام الکاتبین است
هغه ورځ کې چې زه د خپل ټیم سره د حزب اسلامي د اجرایې عضوه وم هغه مهال هم شهید مژده صاحب زموږ د ټیم د شخصیتو په پرتله کې له ډېرو سره برابر او له ډېرو څرب هم وه بیا یې هم منحث یو عادي افغان او د قلم د یو باایمانه پاسدار مژده تر نامه لاندې ژوند کاوه.

د حق او مسلمانۍ سره به د ډېرو ځوانانو تعهد او ملګري پیوند پاتې شي او د ډېرو به هر څه ورسره تت شي مګر زموږ شهید مژده له ایماندارۍ او رښتینې خبرې سره تر هر چا قوي پیوند او اوږد بلکې آن تر مرګه خپل تړاو وساته.

یو څوک چې د خپل قلم او خبرې په خاطر نه تحمل کېږي موږ ټول باید دا یو څه پکې درک کړو چې د باایمانه انسانانو په خوله او خبره کې خدای همدومره زور ایښی.

اجیر قاتل به د شهید مژده په سر همدا ډالر او شاباس اخیستی یې ولې د اسمان حساب او تعقیب به یې د همدغسې یو ماښام پورې ولې د بې ننګه ماښام پورې چې په مژده او کورنۍ یې راووړ د همدغسې یو ماښام پورې د خپلې بې وجدانۍ په سلو پلو او په سلو مرګونو برابر برابروي.

نن چې د هغه په شهادت کال تېرېږي بیاهم د کابل نیوز په سکرین زموږ شهید مژده خپلو دوستانو ته هر سهار او هر ماښام ځان وریادوي.

زه پښتون ددغه تاجک مژده سره دده د مسلمانۍ په خاطر هومره مینه لرم چې باور لرم چې په اخرت کې به دده سره په نژاد شریک بې ایمانه موږ ته خجالت وي موږ د مسلمانۍ تعهد پخپلو کې لکه د بلال په صبح صادق کړی.

شهید مژده به موږ هېڅ وخت هېر نکړو مګر په مرګ راڅخه هېر شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

الله پاک د د مژده شهادت قبول کړی، الله رب العزت د ستاسی ته اوژد عمر درکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x