نظــر

د وطن مالک ځوان ته یو څو خبرې او اندښنې

شفيع اعظم اورياخېل

ډارول نکوم خو پدې اړه هر وطني ځوان ته فکر ضرور دی.

نولس کاله پس وروسته له ملیاردونو ډالرو لګښت امریکا او د دوی افغان سټراتیژیکو ملګرو داسې افغانستان په میراث پرېښود چې برېښنا لپاره ازبکستان او تاجکستان ته محتاج.

اوړو او غوړیو لپاره قزاقستان ته سترګې، وریجو او بورې لپاره پاکستان ته لاس اوږد، تیلو، بادنجانو رب، هګۍ او نورو لپاره د ایران دروازه ټکولې او لباس لپاره ترکیه او نور هیوادونو احسان ته محتاج.

که همدا اوس له موږ تاسې پردي وارد شوي توکي او لباس واخیستل شي نو د خدای د دې شینکی اسمان لاندې لوڅ لپړ ودرېږو او ښایي خوړو لپاره له اوبو پرته نور هیڅ خپل ونه مومو.

که دلته د وطنپالنې حس، فرصتونو او وخت د ضیاع خبره مطرح شي نو یواځې برېښنا برخه کې د ځینو راپورونو په بنیاد د بهرنیو مرستو له جملې نږدې 2 – 3 ملیارد ډالر بیخي پوپناه او ورک دي. حال دا چې په یو ملیارد ډالر له بیخه او بنیاده داسې بند جوړېده چې همدا په برېښنا مستغني ازبک او تاجکستان به ګوته په غاښ وو.

خو برعکس دلته کابل کې نږدې 85 ملیون ډالرو باندې په ډیزلو چلېدونکې یوه غېر اقتصادي او غېر مسلکي حرارتي برېښنا کوټ جوړېږي چې یو ساعت برېښنا تولید ته یې د خدای د تېلو بېرلې د ټینګې ندي.

که یو حساب غوښتونکی با صلاحیته څوک راشي نو دا نولس کاله د کرزي نه تر غني پورې کابینه کې تېر شوي وزیران، معینان، رئیسان او مشاورین به دلته د تللي فرصت، راغلیو پیسو او منابعو د ضیاع حساب ورکړای شي؟

ګورئ مالي فساد او شوي غفلت لپاره د طا لبانو نولس کلن مقاومت بهانه ګرځول یوه مسخره پلمه ده او بس.

که طا لب داسې لویو ملي پروژو ته په ریښتیا خنډ وای نو تاجکستان او ازبکستان نه راغلې برېښنایي پایې به یوه جوړه نه وای پاتې، ځکه اویا تر اتیا سلنه یې هغو کلیو نه تېرې او ولاړې دي چې هلته دا نولس کاله مطلق د طا لب حاکمیت دی. بیا به د ماهیپر، ډرونټې، نغلو، سلما او دېته ورته لوی شته بندونه هم له یوه مخه ټول ویجاړ وو. پدې اړه او حقایقو د برېښنا او لویو بندونو مسؤل کسان وپوښتئ.

ملت به دا ټول مړي، شهیدان، ټپیان او ویجاړ ښار او کلي ور وبخښي ایا د حکومت لوړ رتبا مامورین حاضر دي چې د نړیوال ملاتړ په شتون کې د خپل فساد او ملت په حق کې دغې لویې جفا نه ځان سپین کړي؟

دا وطن خو زموږ دی، پردۍ مرستې ابدي نه وي چې پر مټ یې موږ له نورو هیوادونو خوراکي توکي، لباس او ژوند لپاره برېښنا او تېل را وارد کړو. کله مو هم فکر کړی که دا مرستې بندې شي نو پدې سیمه کې به څه ډول ژوند کوو؟ موږ خو مور افغانستان ته هیڅ ندي کړي چې بدل کی یې یوڅه راکړي.

ژوند او اقتصاد یوه معادله ده. بقا لپاره به یا خپله څه لرې یا به یې له نورو اخلې. نورو نه اخیستل پیسې غواړي او پیسې په تولید منځته راځي. ته به تولید کوې په نورو به یې پلورې هغوی به بدل کې پیسې درکوي یا به ستا د اړتیا وړ جنس. موږ داسې کوم تولید وطن کې لرو چې نور هیوادونه یې بدل کې خوراکي توکي، لباس، برېښنا یا تېل راکړي؟ ایا شته قره قل، قالینه، وچه او لمده مېوه دومره کافي ده چې صادراتو او بدل کې راغلو پیسو باندې یې ټول وطن ته دا شته احتیاجات له بهره وارد شي؟ ابدا نه! دا تشه موږ تر ننه په بهرنیو مرستو ډکوله.

دا تشه په تشو ډوزو، تا ویلو ما ویلو، ته ملامت زه سلامت نه ډکېږي.

نولس کاله بهرنیو مېلمنو او د دوی راغلو افغان ملګرو صرف خپل ځان ډک کړی او افغانستان ته پر شویو مرستو لکه وینه زبېښونکي حشرات ور سریښ وو. که خبره د حساب او دلته د هغې پرمټ د ژوند د بقا شي؛ بیا نو پدې حساب نولس کاله هیڅ ندي شوي.

وطني ځوانه! راتلونکي ژوند لپاره فکر او ځان چمتو کول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x