افغانستانسولې اړوند خبرونه

کابل کې توغندیز بریدونه: طالبان وایي، حکومت د سولې د هڅو پیکه کولو ته مټې رابډوهلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په پلازمېنه کابل کې پر بېلابېلو ګڼ مېشتو سیمو باندې د توغندیزو بریدونو له امله شپېته تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته؛ طالبانو په یوه تبصره کې دا برید حکومت ته منسوب کړی او د سولې لپاره د راټوکېدلو هڅو د پیکه کولو هڅه یې بللې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې د اسدالله خالد هغه ادعا را اخیستل شوې چې د افغانستان شپېته فیصده خاوره یې تر خپل څار لاندې بللې وه او وړاندې ویل شوي، چې یا د اسدالله خالد ادعا هسې د «تشو لاپو له ډلې» وه او یا هم د کابل توغندیز د نوموړي او صالح د بانډ له لوري ترسره شوی چې غواړي په مټ یې بین الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو ژمنتیا چلنج کړي او د سولې روانې هڅې پیکه کړي «د افغانستان دغو دښمنانو دې بدرنګه کړنو ته چې (پخپله یې طرحه کوي او اجراء کوي او پړه یې په اسلامي امارت ورتپي) ځکه مټې رابډوهلي ، ترڅو په قطر کې د امن او سولې په پار راټوکیدلې هڅې ټکنۍ او پیکه کړي او نړۍ ته دا وښایي چې اسلامي امارت سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن نه دی .»

په تبصره کې وړاندې زیاته شوې، چې طالبانو د «امن، سولې او معقولې ډيپلوماسۍ داعیه» تر نړیوالو رسولې او نور يې په وړاندې د «ارګ توطیې» کار نه ورکوي «د ارګ دا شرمښان دې په دې پوه شي! چې اسلامي امارت د امن، سولې او معقولې ډیپلوماسۍ داعیه د نړیوالو غوږونو ته په شد اومد رسولې او ورباندې منلې یې ده ، له دې وروسته په هیڅ صورت دا ممکنه نه ده ؛ چې د اسلامي امارت پر وړاندې د دوي دغه بار بار ازمایل شي شرارتونه او توطیې کوم ځائ ونیسي او له امله به یې د اسلامي امارت ته کوم زیان واوړي.»

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې داسې مهال چې په دوحه کې مذاکرات روان دي، په پلازمېنه کابل کې د داعش تر نامه لاندې پيچلو بریدونو زور اخیستی، چې زیاتره قربانیان یې ولسي وګړي دي.

د ورته بریدونو په دوام تېره ورځ د کابل ښار پر یو شمېر ګڼ مېشتو سیمو باندې ګڼ فیرونه توغندي وتوغول شول، چې لسګونه تنه یې مړه او ټپيان کړل.

د برید پړه که څه هم د داعش ډلې له لوري په غاړه واخیستل شوه، خو حکومت د ملامتیا ګوته د تېر په څېر طالبانو ته ونیوله.

طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې داعش په افغانستان کې وجود نه لري او ټول هغه بریدونه چې د داعش په نامه ترسره کېږي، د ارګ له لوري طرحه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It was really strange issue. The rackets were not fired on ARG, on vice president office, nor they were fired on any army base.

Nasaleh! Yes you did it

طوطی

حکومت چی د بریدونو پړه پر طالبانو اچوی نو ولی د دغو وسلو مخه د ارګ او د کابل حکومتی ودانیو ته وننیول شوه چی د خلکو پر کورونو یی ډزې وکړی؟ دا د حکومت مطلقه بی کفایتی ده. دویم. دا وسلی د شمالی ټلوالی سره وجود لری. د خیرخانه د کوتل هاخوا دا وسلی په ډیره آسانی مندل کیږی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x