
ړانده بریدونه څوک او د څه لپاره کوي؟
قاري حبیب
دې وروستیو کې په کابل ښار کې یو شمیر داسې بریدونو زور اخیستی چې د پخوا هرکله په نسبت بې ساري او بې سابقې دي. بریدونه د موقعیت، ډول او اهدافو په اعتبار د پخوانیو ښاري بریدونو سره څرګند فرق لري. پخوا چې په کابل ښار او نورو سیمو کې کوم بریدونه ترسره کیدل نو هم یې اهداف څرګند او د توجیه وړ وو چې اکثر یې نظامي ځایونه او حکومتي مراکز و. بله دا چې د بریدونو کوونکي هم همیشه واضح وو. طالبانو یې رسما مسؤلیت مانه او د بریدګرو کوائفو هم څرګندوله چې بریدونه د طالبانو لخوا ترسره شوي دي.
اما له هغه وروسته چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوه او امریکایانو ومنله چې له افغانستانه به خپل عسکر باسي، ورپسې د ناټو اتحاد غړو هم وویل چې دوی هم له امریکایانو سره یو ځای خپل ځواکونو له افغانستانه باسي. د امریکایانو د خروج اوازو د ارګ چارواکي سخت اندیښمن کړي دي نو ځکه ټوله هڅه کوي چې نړیوالو ته د افغانستان وضعیت کاملا خرابیدونکی او د انديښنې وړ وښيي.
په همدې لړ کې په کابل ښار کې ناڅاپه داسې بریدونو زور واخیست چې د پلازمینې حالت ډیر خواشینوونکی او په عاطفي لحاظ د افسوس وړ ښيي. وروستي بریدونه د دې پر ځای چې مشخص پوځي او حکومتي مراکز په نښه کړي نږدې ټول په ملکي ځایونو ترسره شول. په مساجدو، ورزشي او علمي مراکزو، پوهنتون، روغتون، د واده صالون او داسې نورو عامه ځایونو خورا خونړي او زړه بریښوونکې بریدونه ترسره شول. تر دې چې د شنبې په ورځ د پلازمینې له زړه څخه په خورا مرموز ډول لسګونه توغندي لور په لور وتوغول شول چې د دغو ړندو او بې هدفه میزایلو له امله لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
که د دې بې هدفه، ناموجهو او مرموزو بریدونو په اړه ژور فکر او پلټنه وشي نو دې نتیجې ته رسیږو چې دا بریدونو بل هیڅ هدف او موخه نه لري، بلکې یوازینی هدف یې دا دی چې د افغانستان په خاص ډول د کابل حالت په بشپړ ډول بحراني او وحشتناک ثابت کړي او د ملکي خلکو په وژلو سره بهرنیانو ته پیغام ورکړي چې د افغانستان حالت له اټکل زیات خرابیدونکی دی نو دوی باید خپل عسکر ونه باسي کنه په کابل کې به د وینو ویالې وبهیږي.
په داسې حال کې چې طالبانو سږ کال پوځي عملیات نه دي اعلان کړي او په ښارونو کې یې هیڅ لوی برید هم نه دی کړی، د ارګ چارواکي او میډیا یې پرلپسې د جګړو او ناامنیو خورا لوړ ارقام اعلانوي او درګرده کمپاین چلوي چې په افغانستان کې جګړه د بل هر وخت په نسبت زیاته شوې ده.
له دې شواهدو معلومیږي چې په کابل ښار کې خبرساز او عجیب و غریب بریدونه هم خپله د کابل ادارې د استخباراتو لخوا ترسره کیږي. تر څو نړیوالو ته د افغانستان وضعیت ډیر ناوړه وښيي. خپله سیاسي کمزوري او ناکامي په یوه بشري موضوع بدله کړي او نړیوالو ته په نظر کې ورکړي چې په افغانستان کې د عامو خلکو، محصلینو، خبریالانو، ورزشکارانو او نورو عامه اقشارو ژوند له سخت خطر سره مخامخ دی.
د ارګ چارواکو خو اوس یوه بله لوبه هم پیل کړې هغه دا چې په هرو څو ورځو کې یو ځل دا ادعاء کوي چې د القاعدې یا کومې بلې بهرنۍ ډلې یو لوړ رتبه مسؤل یې وژلی دی. چارواکي په دې ډول هڅه کوي چې له افغانستانه تلونکو هیوادونو ته وښيي چې افغانستان د دوی په خبره د نړیوال تروریزم مرکز دی او دوی باید خپل ځواکونه ونه باسي.
د لوړې ارزونې په رڼا کې ویلی شو چې د کابل بریدونه که څه هم د داعش تر نوم لاندې ترسره کیږي خو اصلي عاملین یې هغه واکمن دي چې خپل تقدیر له خارجي قواوو سره تړلی بولي او اوس له هیواده د تلونکو خارجي اشغالګرو د راستنولو لپاره هر کار ته لاس اچوي.