
اندونیزیا یوځل بیا د افغان سولې پروسه کې طالبانو ته د مرستې ډاډ ورکړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د اندونیزیا نوي ټاکل شوي سفیر د طالبانو سیاسي دفتر چارواکو سره لیدنه کې د افغان سولې پروسې څخه د خپل هېواد د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې تیر ماښام د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د ختیځې آسیا هېوادونو سره د اړیکو مسئول مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ هیئت په قطر کې د اندونیز هېواد نوي ګومارل شوي سفیر رضوان حسن په مشرۍ پلاوي سره لیدلي دي.
نوموړی زیاتوي، په دغه لیدنه کې دوادړو لورو د بین الافغاني مذاکراتو روان جریان باندې بحث کولو ترڅنګ د اندونیزیا سفیر د افغان سولې پروسې په هکله د خپل هېواد رغنده رول لپاره ژمنه تکرار کړې ده.
1-2
نن ماښام د ا.ا.ا د سیاسی دفتر معاون او د شرقي آسیا هیوادونو سره د ارتباط ادارې مشر محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره هيئت په دوحه کې د اندونیزیا له نوي ټاکل شوي سفیر رضوان حسن او ور سره هيئت سره وکتل . pic.twitter.com/6iX5zE067f— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) November 22, 2020
دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې په قطر د بین الافغاني مذاکراتو پلاوو ترمنځ په اختلافي موضوعاتو د هوکړې نه وروسته په کور دننه او بهیر دغې پروسې ته هیله مندي زیاته شوې ده.