روغتیا

د سږي سرطان څرګندې او ناڅرګندې نښې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سږو سرطان یو ډول سرطان دی چې په سږو کې پیل کیږي. سږي د انسان په سینه کې دوه سپړونکي ارګانونه دي کله چې تاسې ساه اخلئ اکسیجن اخلي او کله چې ساه خوشې کوئ کاربن ډای اکسایډ خوشې کوي. د سرطان په کچه په ټوله نړۍ کې د سږو سرطان له کبله زیات خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

زیاتره هغه خلکو کې د سږي سرطان خطر زیاتیږي چې سګریټ څکوي، خو په سګریټ نه څکونکو کې هم رامنځته کېدی شي. خو که تاسې سګریټ څکول پریږدئ کولی شئ د څو کلونو لپاره ددې سرطان ستر خطر امکان تر ډیره حده راکم کړئ.

بریتانوي ورځپاڼې «ایکسپریس» راپور ورکړی چې بریتانوي ډاکټرانو ځینې داسې ناڅاپي نښې موندلي چې په راڅرګندیدو یې د سږو سرطان ته وده ورکوي.

د بریتانیا د روي کاسټل د سږو سرطان سره د مبارزې مرکز متخصصینو یو له دغو ناڅاپي نښو څخه د ناڅاپي وزن له لاسه ورکول او په سینه کې تکراري انفیکشن ښودلی دی، دغه التهاب یا انفیکشن عبارت دی له دایمي ټوخي (کله ورسره لږه اندازه وینه هم وي)، نفس تنګي یا ساه لنډي او دایمي ستړیا څخه. دغه راز د سر او هډوکو درد هم د سږي سرطان له نښو څخه دی.

په دې اړه داسې ناڅاپي نښې هم شتون لري چې د انسان په لاعلمۍ کې ممکن د سږي سرطان ته وده ورکړي، دا نښې د ګوتو شاوخوا د اندازې زیاتوالی، د ګوتو خپل شکل بدلېدل او تاوېدل یا کږېدل دي.

د ډاکټرانو په وینا، ددې نښو څرګندېدو لامل په وینه کې د اکسیجن ټيټه اندازه ده، کوم چې زیاتره وختونه سږي او زړه په نښه کوي.

ډاکټران لارښوونه کوي چې د مخ ایډیما په حالت کې (د مخ حالت داسې بدلېدل چې له دې وړاندې نه وي شوی) باید له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړل شي، ځکه چې ممکن د تومور فشار له امله د (Vena cava) رګونه بند شي، دا رګونه د غاړې له پورتنۍ غړو څخه زړه ته وینه راستنوي.

سربېره پر دې، ډاکټران هغه کسانو ته چې په شا او اوږو کې د دردونو احسا کوي د طبي معایناتو وړاندیز هم کوي، دا داسې ناڅاپي نښې دي چې د سږي ناروغ ورته هیڅ پام نه کوي، دوی هغه مهال د سږي سرطان په پام کې نیسي چې یوازې په سینه کې سخت دردونه ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx