ورزش

پاکستان غواړي راتلونکې کال د افغان کرکټ لوبډلې کوربه توب وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه مشر وسیم خان وايي، دوی په پام کې لري راتلونکي کال د افغان کرکټ لوبډلې کوربه توب وکړي او دواړه هېوادونه د کرکټ سیالۍ ترسره کړي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د کرکټ لوبغاړو سربېره یې د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي سره کتلي وو. کرکټ بورډ نوموړي ته د لوبغاړو لخوا لاسلیک شوی بیټ هم ډالۍ کړی و.

عمران خان په دغه سفر کې د افغان کرکټ لوبغاړو سره د لیدنې پرمهال ویلي وو چې دواړه لوبډلې باید د کرکټ سیالۍ ترسره کړي، تر څو د کرکټ په واسطه د سولې په پروسه کې مرسته وکړي، د نوموړي په وینا موږ به د یاد سیالیو چمتو کولو لپاره هڅې وکړو.

د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه مشر وسیم خان اسوشیټيډ خبري اژانس ته ویلي، «موږ به د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د سیالۍ چمتو کولو لپاره هره ممکنه هڅې وکړو».

له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې ټاکل شوې وه د پاکستان کرکټ لوبډله کابل کې د افغان لوبډلې پر وړاندې د کرکټ شل اوریزو سیالۍ ترسره کړي خو د ځینو امنیتي ستونزو له کبله دغه سیالي لغوه شوې وه.

له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې په بېلا بېلو نړیوالو سیالیو کې مخامخ شوي دي، چې د جالبو لوبو سربېره افغان لوبډلې په یوه تمریناتي سیالۍ کې پاکستان ته ماتې هم ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x