افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد د کابل-اسلام اباد په اړیکو کې له «مثبت پرمختګ» هر کلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، کابل ته د عمران خان له سفر او د کابل او اسلام اباد تر منځ د ګډې اعلامیې له خپرېدو هرکلی کوي او په دې باور دی چې د دواړو لورو تر منځ نېکې اړیکې په سیمه کې سولې او ثبات ته لاره هواروي.

خلیلزاد پر خپل ټويټر باندې د کابل او اسلام اباد تر منځ د «ګډ لیدلوري» په نوم لاسلیک شوی سند خپور کړی او وړاندې یې د کابل-اسلام اباد په اړیکو کې له پرمختګ هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې که د  ګډ لیدلوري سند پلی شي کولای شي په سیمه کې ثبات او د امنیت تامین ته لاره هواره کړي.

نوموړي ددې تر څنګ په ټولنیزه، امنیتي او حکومتي کچه د پاکستان-افغانستان تر منځ د اړیکو د پراختیا مبارکي ویلې او له دواړو لورو یې مننه کړې، چې په افغانستان کې د اوربند او د جګړې د شدت د کموالي لپاره هڅې کوي.

د خلیلزاد له لوري پورته څرګندونې د هغه سند په اړه دي چې څلور ورځې وړاندې کابل ته د عمران خان د سفر په مهال د کابل او اسلام اباد د چارواکو تر منځ د «ګډ لیدلوري» په نامه لاسلیک شو.

په یاد سند کې ویل شوي، چې دواړه لوري به استخباراتي اړیکې پراخوي او ټول هغه کسان چې د افغان سولې په وړاندې «خنډ او ضد» دي په نښه کولو کې به يې ګډه همکاري کېږي.

ددې تر څنګ د حکومتونو په کچه په اړیکو ټینګار شوی او وړاندې ویل شوي، چې هیڅ لوری به خپله خاوره د بل په ضد نه کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx