نړۍ

پیښور: زوم دخسر دکور ټول غړي ووژل

Pakistan_peshawer(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶) تیره شپه ناوخته دپیښور ښارچارصده سړک باندي خزانه سیمي ته څیرمه دخان بابا په کلي کي یوه کورته وسلوال کسان ننوتل اودکور ټول غړي یی ووژل له سیمي څخه امنیتي چارواکوخبرورکړي دي چي وژل شوی کسانو کي دوه نارینه دري ښځي یوه ماشومه اودوه واړه ماشومان شامل دي.

دپیښی له ځایه خلګو خبري رسنیو ته وویل پیښه کي دویرجني کورني دزوم لاس کیدای شي ځکه څو ورځي مخکي له دغه کورڅخه هغه جني چي کوزده شوی وه له کوره نادرکه شوی وه

، چي وروسته بیا دجني خاوند له کوم چاسره چي دجني کوزده شوی وه دجني وکورني ته خبرورکړي وو، چي جني به خاماخواپیداکوي، ورنه له سخت برخه لیک سر په مخ شي، اوحتي ځیني خلګ وایی چي دجني دمیړه (زوم) له لوري دغي کوني ته ویل شوی وو، که چیري ژرترژره جني پیدانه شي دکورني ټول غړي به یی ووژني.

همدغه وو چي تیره شپه ناوخته زوم دخپولو نورو ملګرو په مرسته دخسرکورته له دیواله څخه ورودانګل اودکورني ټول غړی یی ووژل.

امنیتي چارواکي وایی وژل شوي کسان ټول افغانان دي چي دلته یی دمهاجرت شپي او ورځي تیرولي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x