شعـــــرونه

د اميد ځولۍ/تپاند زهاد

تپاند زهاد

هر وخت اوري له پرهاره څاڅکي څاڅکي
هم له شپو هم له سهــاره څاڅکي څاڅکي

ګلابـــونــه پــه سلګــو دي نښتـــر ړنګ دی
رابهــیږي لـه چنـاره څـاڅکـي څــاڅکــي

زمـا د هـیلو ترجــمـان ممــبر شــهــید شـــــو
لـه محـرابه لـه مـناره څـاڅـکي څــاڅکـي

په سپـرلیـو مــو میلمه ظالم خـزان شـــــي
تـړمـې تـړمـې تـر دیاره څاڅکي څـاڅـکي

د اُمـیـد ځولۍ یې پاتې شـي پـــه زړه کـې
هـا د ښکلـو تر رخسـاره څـاڅـکي څـاڅکـي

پــــه مــزار یـي د ارمـان ډیوې کـړي بلـــې
د بنګـړیو له سیـنګاره څاڅـکي څـاڅــکي

ای(تپـانـد زُهـاده)اوښـکـې اوښکـې اوسـه
د شـهید زړګـي پـــه لاره څـاڅکي څـاڅکي

تپاندزُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx